لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ناتو اتحاد افغانستان ته ٢٠٠٠ عسکر لیږی - 2004-07-24


د ناتو اتحاد افغانستان ته ٢٠٠٠ عسکر لیږی چی په هغه ملک کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو چی د اکتوبر په نهمه به شروع کیږی محافظت وکړی . د ناتو دقرارگاه مامورین وایی دا به دهسپانیې او ایټالیې عسکر وی او د سیپټامبر په میاشت کی به افغانستان ته واستول شی او دوې میاشتی به همهالته وی او د طالبانو د پخواني رژیم د طرفدارانو په مقابل کی به چی غواړی انتخابات گډوډ کړی امنیت ساتی . د افغانستان د انتقالي دولت رئیس حامد کزئ وایی چی د افغانستان ستونزه یواځی د یاغیانو حملې نه دي . هغه پرون د امریکا غږ سره په مرکه کی وویل چی هغه ملیشې چی په خپلو سیمو کی فعالي دي او د حکومت د واک اختیار نه وتلي دي په خپلو منځو کی جنگیږی او خلک ویروی . ښاغلئ کرزی چی بله هفته پاکستان ته په سفر روان دی وایی د پاکستان د مشرانو سره به دده دخبرو مهمه موضوع د تروریزم ضد فعالیتونه وی .

XS
SM
MD
LG