لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د متحده ایالاتو ددفاع وزیر دانلد رمزفلد افغانستان ته تللی دی - 2004-08-11


د متحده ایالاتو ددفاع وزیر دانلد رمزفلد د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو دپاره د نومونو د ثبتولو په کار کی فوقالعاده پرمختگ وستایه او ویی ویل چی دا ښیی چی افغانانو عزم کړی چی دیموکراسی ‏عملی کی . هغه چی په یوه ناڅاپی سفر افغانستان ته تللی دی نن یی په کابل کی د امریکا دا تعهد بیا تایید کړ چی د افغانستان سره به د دیموکراتیکو موسسو په جوړولو کی مرسته کوی. د افغانستان د انتقالی دولت ریس حامد کرزی وویل چی تر نهو ملیونو نه زیاتو افغانانو د انتخاباتو دپاره خپل نومونه ثبت کړی دی . هغه وویل چی رای گیری به د تقسیم اوقات مطابق د اکتوبر د میاشتی په نهمه وشی او زیاته یی کړه چی د رایی گیری په ارتباط امنیتی اندیښنی موجودی دی خو چاره به یی وشی . ښاغلی رمزفلد د ملگرو ملتونو د مقاماتو او امریکایی قواوو د قوماندانانو سره وکتل.

XS
SM
MD
LG