لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهور رئیس بوش نن  د امریکاېی عسکرو په باره کې  دځينو  بدلونونو اعلان کوی - 2004-08-16


ټاکل شوی چې جمهور رئیس بوش نن له دویم نړيوال جنگ نه وروسته په نړئ کى د د امریکاېی عسکرود ځائ په ځائ کيدلو په باره کې دبدلون اعلان وکړی. د پنتاگون مامورین وایی چې دا پلان دڅو کلونو را په دې خوا تر غور لاندې وه او اویا زره امریکاېی عسکرو باندې تأثیر وکړی. اکثره عسکرو له جرمنی او جنوبی کوریا نه نورو ځایونو ته ولیږدول شی. پنتاگون واېی چې ددغه بدلون په وجه به امریکاېی عسکرو چې د ساړه جنگ له پاره گمارل شوی وه اوس له ترورزم سره مقابله وکړی. د امریکا د مشرانو جرگی د خارجی روابطود جرگه گی رئیس ریچارد لوگر د فاکس په تلویزین کې ددفاع وزارت ته وویل چې داسې حرکت ونه کړی له دې کار سره له شمالی کوریا سره د زروی وسلو خبرې باندې اثر وا چوی. د مشرانو جرگی د وسله والو قواوو د جرگه گی رئیس جان وارنر دسی ـ ان ـ ان تلویزیون ته وویل چې جنوبی کوریا اوس په امریکاېی عسکرو باندې اتکا نه لری. خو امریکا اوس هم په سیمه کې د سولې له پاره متعهده ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG