لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسې ښکاری چې نیول شوی امریکاېی خبریال مسی گارن به ژر خوشې شی - 2004-08-22


دعراق دشیع ملا مقتدا صدر یو مرستیال واېی چې نیول شوی امریکاېی خبریال مسی گارن به ژر خوشې کړی. دی واېی چې د شهیدانو له لیوا سره چې ددوشنبې په ورځ ېی دعراق په جنوب کې هغه یرغمل نیولی ؤ په تماس کې دي . ښاغلي گارن د جمعې په ورځ له عربی تلویزیون سره په مرکه کې ویلی ؤ چې یر غمل نیونکی له هغه سره ښه رویه کوی. دمقتدا صدر مرستیال ویلی وه چې گارن به ددوشنبې په ورځ خوشې شی. له بلې خوا د ایټالېی خارجه وزارت ویلی چې ددوی یو تبعه هم نیول شوی دی. دغه خبریال د پنشنبې په ورځ د نجف په لاره کې نیول شوی ؤ. کله چې دوه فرانسوی خبریالان بیرته را و نه گرزیدل داسې ښکاری چې هغوی به هم یرغمل نیلول شوی وی. د نیپال حکومت هم په دې باره کې تحقیقات کوی چې د هغوی ١٢ تنه اتباع نیول شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG