لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښاغلي حامد کرزې نن  د پرويز مشرف سره ملاقات وکړ - 2004-08-23


دافغانستان د انتقالی دولت رئیس حامد کرزی دخپل پاکستانی انډول پرویز مشرف سره دخبرولپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی . ښاغلی کرزی ویلی دی چې د جنرال مشرف سره به د هغه دخبرو مهمه موضوع ددواړو هیوادونو گډکوښښ وی چې په سرحدی سیمو کې د افراطیانوجرړی را اوباسی . داسی فکر کیږی چې د پاکستان په غرنیو قبائلی سیمو کې د القاعدی ترورستان او طالب جنگیالی پټیږی او دافغانستان په ختیځو سیمو کې حملی کوی او بیا بیرته دپاکستان خواته اوړی چې دامریکا په مشری دنظامی عملیاتو نه ځانونه وژغوری. جنرال مشرف ژمنه کړیده چې دهغو افراطیانو جرړی به اوباسی چې په قبائلی سیمو کې پټیږی . ښاغلې کرزی پاکستان ته خپل دوه ورځنی سفر په داسی وخت کې پیل کړ چې داکټوبر دنهمی نیټی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته ددومیاشتونه لږ وخت پاتی دی . هغه غواړی چې داخبره ځان ته یقینی کړی چې پاکستان به دهغو افراطیانو مخه ونیسی چې غواړی د جمهوری ریاست انتخابات گډوډ کړی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG