لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایی د یورانیمود غنی کولو  د پروگرام  موده به لا نوره هم اوږده کی - 2004-09-17


ایران وایی دیورانیمو د غنی کولو دهغه پروگرام موده به لا نوره هم اوږده کی چی څه موده مخکی یی فعالیتونه د لویدیځو هیوادو د انتقادونو له کبله چی د ایران د اتمی پلان د نیت په باب شک ښیی وځنډول شول. ایران ته د اتمی انرژی د نړیوالی اداری د هیات مشر حسین موساویان په ویانا کی نن د جمعی په ورځ خبر یالانو ته وویل چی ایران به د یورانیمو د غنی کولو پروگرام د سږ کال د نوامبر تر میاشتی پوری وځنډوی . هغه دا خبری یوه ورځ وروسته له هغه وکړی چی متحده ایالاتو ، بریتانیی ، فرانسی او جرمنی ټولو پدی موافقه وکړه چی د ملگرو ملتونو امنیت شو را دی د ایران په باب یوه مسوده براربه کی تر څو پر ایران باندی غږ وکی چی د یوانیمو د غنی کولو پروگرام دی فوراً باید بند کی. متحده ایالات پر ایران تور لگوی چی په پټه یی د ذروی وسلو د جوړولو پروگرام تر لاس لاندی نیولی دی . خو ایران ادعا کوی چی د خپل ذروی موادو پروگرام نه یی یوازی د سوله ایزو مقاصدو دپاره کار اخلی . دیپلوماتان وایی پدی مسودی کی به پر ایران باندی غږ وشی چی د خپل اتمی پروگرام په باب دی تر نوامبره پوری کله چی ددی اداری مدیره هیات د خبرو دپاره سره غونډه کوی د اتمی انرژی نړیوالی اداری ټولو سوالونو ته دی ځواب ورکی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG