لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهور ریس بش  انتخابات وگټل - 2004-11-03


د امریکا د جمهوری ریاست دپاره دیموکرات کا ندید جان کیری دا ومنل چی د جمهور ریس بش په مقابل کی یی انتخابات بایللی دی او د جمهوری غوښتونکی گوند مشر ته یی موقع ورکړی چی څلور کاله نور د جمهوری ریاست په چوکی پاتی وی. ښاغلی کیری به لږ و روسته په باستن کی رسمی اعلان وکړی او سپیڼه ماڼی وایی چی ښاغلی بش به وروسته وینا وکړی. د ښاغلی کیری همکاران وایی چی هغه دولس ساعته وروسته له هغه چی د رایی گیری اکثره مرکزونه وتړل شول د جمهور ریس بش سره په تیلفون کی وغږید. د پرونیو انتخاباتو تقریباً بشپړی شوی نتیجی ښیی چی ښاغلی بش تر جان کیری د خلکو په رایو کی د ۴٨ فیصدو په مقابل کی ٥١ فیصده رایی اخستی دی چی شمیر یی تقریباً دری نیم ملیون ته رسیږی. د اوهایو په ایالت کی د رایی گیری په نتیجو کی ځنډ ددی سبب شو چی ښاغلی کیری ژر خپله ماته ونه منی . پدغه ایالت کی جمهور ریس بش ١۴٠ زره زیاتی د خلکو رایی لری مگر د ١٥٠ زرو نه تر ٢٥٠ زرو پوری رایی لا ندی شمیرل شوی .د ښاغلی کیری خلکو ویلی چی غواړی هره یوه رایه وشمیرل شی . ښاغلی بش د ملک په جنوبی او غربی برخو کی زښته ډیری رایی وگټلی . ښاغلی کرزی د هیواد په شمال شرق ، منځنی غرب او لویدیځ ساحل کی ډیری رایی تر لاسه کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG