لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا یو نظامی هلیکوپترد افغانستان په جنوب کی را لویدلئ  او لږ تر لږه نهه کسه په کی مړه شوي دي  - 2005-04-06


د امریکا یو نظامی هلیکوپترد افغانستان په جنوب کی را لویدلئ لږ تر لږه نهه کسه په کی مړه شوي دي . ددغه هلي کوپتر په عمله کی څلور امريکايان هم وو.

د غزني والی اسداله خالد وایی دغه هلیکوپتر نن د خاوری په سخت باد او طوفان کی را ولوید. هغه وویل چی په ټوټو پارچو کی ددوو امریکایانو مړي پیدا شوی دي .

د فرانس پریس خبری آژانس د امریکا د نظامی مامورینو له قوله وایی چی د مړو شمیر لا تر اوسه رسما نه دی تایید شوی .

ددی پيښی په باب تحقيقات پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG