لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائتلافي قواوې وایي چې نن د کابل او بگرام د زندانونونه ٨٥ زندیان خوشې کړېدي.  - 2005-05-01


په افغانستان کې دامریکا پوځی مقامات وائې، پنځه اتیا ‏(‎ ٨٥ ‏)‎ افغان بندیان ئې وروسته لدی فیصلی نه خوشی کړل چې دوی نور خپل حکومت ته گواښ نشی مخامخ کولی . نظامې نطاقه ‏(‎سینډی مور ‏)‎ وائې چې دغه کسان دامریکا له اډونه کابل ته راوستل شول او دافغانستان په ستره محکمه کې دتړلودروازو ترشا دمراسمو په وخت کې محلی مقاماتو ته تسلیم شول . نطاقی سینډی مور وویل، دغه بندیان چې دامریکا په مشری دطالبانو دپخوانی رژیم په خلاف دنظامی عملیاتو په وخت کې نیول شوی ؤ، وروسته له هغې وعدی نه خوشی شول چې وائې، نوی حکومت ته به وفاداروی . افغان ماموران وائې ،دغوکسانوچې دمختلفو جرمونو شک په راته،ددو میاشتو او دوکالو ترمنځ موده ئې په زندان کې تیره کړیده . دوی نن دیکشنبی په ورځ دهغو اوه لسو‏(‎١٧ ‏)‎ افغان بندیانو نه وروسته چې څه کم دوه هفتی پخوا دگوانتانامو له زندان نه خوشی شوی ؤ،خوشی شول .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG