لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په جنوب کی د ځمکني ماینونو د پاکیدو کار ځنډیدلی دی - 2005-06-03


ملگرو ملتو د افغانستان په جنوب کی د ځمکنی ماینونو د پاکیدو کار وروسته له هغه وځنډاوه چی ددغو ماینونو د پاکولو په کار کونکو باندی یې حمله وشوه دوه افغان کارکونکي په کی مړه او پنځه نور زخمی شول . د ملگرو ملتو یوه بیانیه وایی چی د کندهار هرات د لویی لاری په اوږدو کی د ماینونود پاکیدو چاری تر نامعلومی مودې پوری ځنډیدلي دي . دا حمله پرون گرشک ته چی ددغي لویی لاری په سر پروت دی وشوه . یو بم هغه وخت وچاود چی د ماینونو د پاکولو کار کونکي په موټر کی د یو پل نه تیریدل . د ملگروملتو بیانیه وایی چی د ماینونو پاکولو کار کونکو خپل ژوند ددې دپاره په خطر کی اچولئ دی چی د خپلو وطنوالو افغانانو سره مرسته وکړی او پر دوی باندی باید چی حملې ونه شی . طالبان او نور مبارزین چی د امریکا په ملاتړ د حامدکرزي د حکومت سره مخالف دي په افغانستان کی د ژمي د تیریدو نه وروسته ډیر فعال شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG