لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالولي خان پوهنتون سږکال د پاکستان تر ټولو غوره پوهنتون ګرځول شوی


په نړيواله کچه د پوهنتونونو درجه بندي کوونکې ادارې ټايمز هاير اېجوکېشن د کال ۲۰۲۰م په درجه بندۍ کې د خېبر پښتونخوا مردان عبدالولي خان پوهنتون په پاکستان کې په لومړي او په نړيواله کچه په ۵۱۰م مقام ګرځولی دی.

عبدالولي خان پوهنتون د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون نه دا اعزاز په خپل نوم کړی. تېر کال قايداعظم پوهنتون په نړيواله کچه په ۵۱۰م نمبر راغلی وو.

عبدالولي خان پوهنتون ته دا اعزاز د زد کړې، څېړنې، مقالو، عملې، زده کوونکو، د پوهنتون دننه په ماحول او معاشي بنيادونو ورکړل شوی دی.

د ياد پوهنتون مشر يا وايس چانسلر ډاکټر ظهورالحق وايي، ادارې ته ۲۵ فيصده معلومات د پوهنتون له خوا ورکړل شوي دي او پاتې ۷۵ فيصده برخه ټايمز هاير اېجوکېشن په خپله ترلاسه کړې ده.

ډاکټر ظهورالحق زياتوي چې اوس د دوي لپاره دا يو چېلنج هم دی چې خپل لومړی نمبر په ځای وساتي خو هغه هيله مند دی چې عمله به يې پوره پوره هڅه کوي چې خپل دا ځای هم داسې وساتي.

په دغه درجه بندۍ کې د نړۍ په ۲۰۰۰ پوهنتونونو کې د پاکستان د عبدالولي خان پوهنتون نه علاوه قايداعظم پوهنتون په ۵۷۵م،‌ کامسېټس پوهنتون په ۶۴۵م، زرعي پوهنتون فېصل اباد ۸۰۹م او د لاهور منېجمنټ ساينسز پوهنتون په ۸۹۸م نمبر راغلي دي.

د باچاخان پوهنتون پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي په صوبه کې د قابليت کمی نشته خو که تعليمي ادارو ته اسانتياوې او موقعې په لاس ورکړل شي نو نورې هم په وړاندې تللی شي.

نوموړی زياتوي که د دې تعليمي ادارو معاشي مسئلې حل کړی شي، استاذان يې پوره وي، انتظامي معاملاتو کې ورته کومه ستونزه نه وي نو داسې ډيرې ګټې راوړلی شي.

د ياد وړ ده چې د سيمې د قام پرست مشر او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مرکزي صدر ارواښاد خان عبدالولي خان په نوم جوړ دا پوهنتون په ۲۰۰۹م کې جوړ کړی شوی ؤ او د ۱۱ کالو په لنډه موده کې یې درې څانګې صوابۍ، چارسده او بونېر اوس ځان له پوهنتونونه دي.

د پوهنتون د چارواکو په وينا دا وخت دوي سره ۴۵۰ استاذان دي چې پکې ۲۲۶ ډاکټران او د پي اېچ ډي سندونه لري او په راتلونکي کال کې به دا شمېر د ۳۰۰ نه هم زيات شي او دا وخت په پوهنتون کې د زده کوونکو شمېر د ۱۲۰۰۰ نه زيات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG