د ايران سرکاري مطبوعاتو وويلي، د ايران صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير حسېن امیر عبداللهيان او نور چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ په شمال لويديځ کې د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې په ځای کې مړه موندل شوي دي.
ویل شوي، د لټون عملې د ګل په ورځ د غورځېدلي هيلي کاپټر ملبه موندلې ده، ياد هيلي کاپټر چې صدر ابراهيم رېيسي، د بهرنيو چارو وزير او نور چارواکي پکې سپاره وو، پرون د اتوار په ورځ د خراب موسم له امله د ايران د ختيځې يا شرقي صوبې ازربايجان د ورزقان علاقې سره نزدې غورځېدلی وو.
ابراهیم رېیسي څوک وو؟
د ایران ۶۳ کلن سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رېیسي د هیواد د عدلیې پخوانی مشر او د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامینايي کلک پلوي ګڼل کیږي او ځیني څیړونکي په دې باور دي چې هغه د علي خامینايي پس د هغه ځاې ناستې کېداې شي.
ابراهیم رېیسي په کال ۲۰۲۱م کې د ایران هغه صدارتي ټاکنې ګټلې وې چې پکې د اسلامي جمهوریه ایران د تاریخ تر ټولو کمې رایې اچول شوې وې.
رېیسي په کال ۲۰۱۷م کې په صدارتي ټاکنو کې د حسن روحاني د لاسه ماتې خوړلې وه څوک چې د رېیسي په مقابله کې یو معتدل عالم ګڼل کیدو او د نړۍ طاقتونو سره یې په کال ۲۰۱۵م کې جوهري لوظنامه هم کړې وه.
د کال ۲۰۲۱م په انتخاباتو کې ابراهیم رېیسي په اچول شوو ۲۸.۹ میلینه رایو کې ۶۲ فیصده رایې ترلاسه کړې وې. په دغه انتخاباتو کې په میلینونو ایرانیانو رایې نه وې ورکړې.
د وژونکي کمېشن غړی او امریکايي بندیزونه
د اتوار/ یکشنبې په ورځ د ایراني میډیا په وینا د ابراهیم رېیسي د الوتکې ٫٫ بیړنې ناستې٬٬ د خبر وروسته د ایران دغه مشر په اړه د نړۍ پام ګرځیدلی په چا چې امریکا په کال ۱۹۸۸م کې د ایران او عراق تر منځه جګړې په مهال د زرګونو سیاسي قیدیانو په بشر وژنه کې د لاس لرلو په تور بندیزونه هم لګولي وو.
کله چې د ابراهیم رېیسي نه د انتخاباتو ګټلو وروسته په کال ۱۹۸۸م کې په بشر وژنه کې د لاس لرلو د تور په اړه پوښتنه شوې وه نو هغه د دې نه انکار کوو.
کله چې د هغه وخت د ایران روحاني مشر ایت الله روح الله خمیني د ملګرو ملتونو لخوا وړاندې کړل شوې د ډزبندۍ لوظنامه ومنله، د ایران حکومت مخالفه ډلې مجاهدین خلق ډلې چې زیاتره د صدام حسین لخوا یې کمک کیدو، ناڅافي د عراق نه د ایران پولو ته ورداخل شو. ایران دغه برید په شا تمبولی وو.
د اېمنسټي انټرنېشنل د کال ۱۹۹۹م د رپورټ تر مخه په هغه وخت کې پېل شوې قضیه کې له تورنو کسانو غوښتل شوي وو چې ځانونه په ډاګه کړي. او کومو ٫٫ مجاهدینو٬٬ چې ځانونه ښکار کړل هغوي مرګونو ته مخامخ شول، او د نورو نه ٫٫ د ایران اسلامي پوځ لپاره د ماېنونو پاکولو په اړه٬٬ رایې وغوښتل شوه. د بشري حقونو نړیوالو ادارو د اندازو تر مخه په دغه وخت کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ (پینځه زره ) کسان پهانسي شوي وو. ابراهیم رییسي د سزاګانو ورکولو دغه کمېشن غړی پاتې شوی.
د امریکا د خزانې وزارت په کال ۲۰۱۹م کې په ابراهیم رېیسي باندې بندیزونه لګولي وو او په هغه یې تور لګولی وو چې ٫٫ هغه په انتظامي توګه تنکي ځوانانو ته په سزاګانې ورکولو، او په ظالمانه او غیر انساني طریقه نیول شوي کسانو د سزاګانو ورکولو او د هغوي په وژلو کې انتظامي لاس لرلو.٬٬
سخت دریځه عالم او صدر
که څه هم ایران انتظام د ۸۵ کلن روحاني مشر ایت الله علي خامینايي لخوا چلول کیږي. خو د یو صدر / ولسمشر په هیڅ ابراهیم رېیسي د هیواد د یورینیمو غني کولو پروګرام مرسته کوله چې دغه د وسلو جوړولو درجې ته ورسوي، او سره د دې نړیوالو څارنوالانو ته په څارنو کې خنډان جوړ کړي.
ابراهیم رېیسي د اپریل په میاشت کې په اسرایل د ایران لخوا شوي لوې برید هم مرسته کوله چې پکې په اسرایل د ۳۰۰ نه زیات ډرون او میزاېل بریدونه شوي وو. ایران دغه برید په شام کې د ایران په سفارتي ودانۍ د برید په ځواب کې کړی وو چې ایران یې په اسرایل تور لګوي. په دغه برید کې د ایران د پوځ جنرالان وژل شوي وو.
ایران د اوکراېن پرضد جګړه کې د روس سره د وسلو مرستې هم کړي او د دې تر څنګ یې په اسرایل د ډرون او میزایلو یو لوې برید هم کړي. په اسرایل دغه برید د اسرایل او حماس تر منځه جګړې په ترڅ کې شوی.
د حکومت مخالفه ایرانیانو د زورولو ملاتړی صدر
ابراهیم رېیسي په کال ۲۰۲۲م کې په ایران کې د مهسا امیني د مرګ وروسته شورو شوي مظاهرو د چقولو لپاره د امنیتي ادارو د عملیاتو هم ملاتړ کوو.
د څو میاشتو پورې روانو دغه عملیاتو کې د ایران دننه د ۵۰۰ نه زیات ایرانیان وژل شوي وو او د ۲۲۰۰۰ پورې نیول شوي او بندیان شوي دي.
د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو لخوا شوو پلټنو کې معلومه شوې ده چې د ایران امنیتي کسانو لخوا د حجاب نه پسرولو له سببه د نیولو وروسته په مهسا امیني ٫٫جسماني تشدد٬٬ شوی چې له سببه یې هغه مړه شوې.
Forum