لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: که پاکستان په ځایي وسیلو د ځایي خلکو حق نه مني نو دوام نه شي کولی


File Photo
File Photo

په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو د ایتلاف مشر ‍ښاغلي محمود خان اڅکزي ویلي د پاکستان جوړېدو په وخت فاټا د پاکستان برخه نه وه اؤ د قبایلي سیمو د خلکو سره تړون شوی ؤ چې هغوي به پخپلو پرېکړو کې ازاد وي

محمود خان اڅکزی وايي، که نن څوک له قبایلو د هغوي ازادي تروړي نو دوي به یې په سخته مخالفت کوي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د قامي اسملۍ غونډې ته وینا کې ‍ښاغلي اڅکزي ویلي د پاکستان د ایین په ۲۴۷ مادو کې یوازې درې مادې په فاټا کې عملي وې اؤ قبایل ازاد وؤ چې د خپل ژوند مهمې پرېکړې پخپله وکړي خو نن د هغوي نه د هغوي ازادي او وسایل تروړل شوي.

محمود خان اڅکزي وویل په پاکستان کې خلک د ایین خبرې نه مني تر څو چې په ځایي وسایلو د ځایي خلکو حق منل کیږي خو دا ملک به روان وي اؤ که د یو چا وسیلې له هغوي تروړل کیږي، حق یې پرې نه منل کیږي نو بیا دا ملک دوام نه شي کولی ځکه چې خلک له خپلو حقونو په یو صورت نه تېریږي.

پخپله وینا کې محمود خان اڅکزي سیاست کې د پوځ په لاسوهنه کلکې نیوکې وکړې اؤ وي ویل سیاست د جرنیلانو نه بلکې د ولس د منتخبو استازو کار دی، پوځیان دې سیاست سیاستمدارانو ته پرېږدي اؤ خپلې مسلکي دندې دې پر مخ یوسي.

هغه وویل دا د بد مرغۍ ځای دی چې ۷۵ کاله وروسته هم مونږ یو قام جوړ نه شو.

د اڅکزي په خبره 'موږ کالوني نه یو، موږ دې کالوني ونه ګڼل شو،په دې ایوان کې بنګالیان هم موجود وؤ ، په تېرو وختونو کې بیورو کریسۍ د بنګالیانو د زیاتې ابادۍ له ویرې ایین جوړېدو ته نه پرېښودو'

نوموړي‌ د پاکستان په ریاستي تګلارو د نیوکو په دوام وویل ، پاکستان ته ترهګري اؤ د کلاشنګوف کلتور چا راوړو؟

د هغه وینا وه ، کرنل امام(د پاکستان یو پخواني پوځي‌ استخباراتي افسر) پخپله ویلي چې پاکستان ۹۰ زره کسانو ته د وسلو روزنه ورکړه اؤ بیا یې ازاد پرېښودل اؤ نن که پاکستان د ترهګرۍ نه سر ټکوي نو پو‍ښتنه داده چې دا ترهګري دلته راوړې چا ده؟

په پاکستان کې د ډیرې مودې راهسې سیاسي ګوندونه پوځ سیاست کې په لاس وهنه تورنوي اؤ هم د نړۍ بیلابیلو ملکونو په دې هیواد د ترهګرو د سرپرستۍ تورونه لګولي دي خو د پاکستان پوڅ نه یوازې سیاست کې د لاسوهنې تورونه ردوي بلکې د ترهګرۍ پړه هم په ګاونډیو هیوادونو اچوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG