لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي د امريکا او نورې نړۍ نه پوځي مرستې غوښتلي


زېلېنسکي کانګرس ته وويل “څنګه تاسو ټول امريکايان د دې توري نه خبر يې چې زه يو خوب وينم I have a dream نو هم دغسې تاسو ته وايم چې زه يوه اړتيا لرم I have a need”
زېلېنسکي کانګرس ته وويل “څنګه تاسو ټول امريکايان د دې توري نه خبر يې چې زه يو خوب وينم I have a dream نو هم دغسې تاسو ته وايم چې زه يوه اړتيا لرم I have a need”

د اوکرين ولسمشر ويلاديمير زېلېنسکي د شورو/چهارشنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته د ويډيو لنک د لارې وينا کړې او غوښنلي يې دي امريکا او نوره غربي نړۍ دې د اوکرين هر قسمه پوځي مرستې وکړي چې د روس نه د خپلې مزکني او هوايي تماميت دفاع وکړي.

زېلېنسکي د دې نه وړاندې يورپين يونين او د نيټو هيډ کوارټرز ته هم په دې اړه ويناګانې کړي دي او کانګرس ته وايي د اوکرين دفاع او ازادي د يورپ ازادي او دفاع ده.

هغه وايي څنګه چې امريکا په پرل هاربر کې او بيا د 9/11 په حملو د هوا نه په نخښه شوه دغسې نن شپه او ورځ د اوکرين فضا ده او د اوکرين اسمان د ملک د ساتونکو او اوسېدونکو د پاره د مرګ څېره ګرځېدلې ده.

زېلېنسکي کانګرس ته وويل “څنګه تاسو ټول امريکايان د دې توري نه خبر يې چې زه يو خوب وينم I have a dream نو هم دغسې تاسو ته وايم چې زه يوه اړتيا لرم I have a need”.

د اوکرين ولسمشر چې د کيیف ښار د کومې برخې نه وينا کوله دعوه کوي چې په درې اوونۍ کې د 1000 نه زيات ميزايلې په کيیف او نورو ښارونو ويشتلي شوي چې په زرګونو خلکو ته ترې هر وخت مرګ ژوبله اوړي.

هغه وويل دا کومه غټه غوښتنه نه ده چې اوکرين دې نو فلاي زون وګرځول شي او که چرې دا ګرانه وي نو د اوکرين پوځي مرستې وکړئ چې د هغې ټول امکانات تاسو او ستاسو ملګري لري.

زېلېنسکي د امريکا د ولسمشر جو بايډن ستاينه وکړه چې په هره موقع د اوکرين دفاع کوي خو د کانګرس نه يې غوښتنه وکړه په هغه ټولو روسي وګړو او کاروباريانو دې بندېزونه ولګوي چې په څه نه څه شکل کې يې د روس د ډوما سره اړيکې وي او لا ورته ترې ګټه رسيږي.

هغه وويل هغه ټولې کاروباري چارې چې امريکايي کمپنيانې يې د روس سره کوي دې ژر تر ژره وتړل شي او په روس دې داسې سخت اقتصادي بندېزونه ولګول شي چې يوه پيسه ورته ونه رسيږي تر څو اوکرين پرېږدي.

زېلېنسکي وايي “روانه جګړه د اوکرين د تقدير د فيصلې جګړه ده. مونږ به پرېکړه کوو چې اوکرين ازاد ساتو او که نه؟

د اوکرین د صدر د تقریر نه څو ګڼې وروسته به صدر بایډن په وایټ هاوس کې وېنا کوي او اوکراېن سره به د نورې مرستې اعلان کوي. د دې سره به په تیره هفته کې اوکرین سره د امریکې د مجموعي امداد مالیت دوه بېلین ډالر ته ورسېږي.

صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوکرین په ضد د روس صدر ولادیمیر پوتین جارحیت د امریکې ټول ولس متحد کړی دی.

د مارچ په 24 نېټه به صدر بایډن په برسلز کې د نېټو د سر مشرانو په غونډه کې شرکت کوي. په دغه موقع به په اوکرین د روس د یرغل یوه میاشت پوره شي. په اوکرین کې د پوځي مداخلت نه مخکې به روس دا خبره ردوله چې په اوکرین د یرغل اراده لري.

د نېټو سېکرېټر جنرل ینس سټالټنبرګ دغه غونډه رابللې ده او په ټوېټر یو پېغام کې ویلي دي په غونډه کې به د اوکرین سره د ملاتړ څرګندونه کولی شي او نېټو به خپله دفاع او مدافعت نور هم زیاتوي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG