اسرايل صدر ايزاک هرزوګ د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکې کانګرس شريکې غونډې ته ويلي د اسرايل او امريکا تعلقات مظبوط او په دوه اړخيزه جمهوري اصولو اډانه دي.
دا وينا هغه په داسې وخت کړې چې ځينې امريکايي قانون سازان د فلسطينيانو سره د اسرايل په رويه نيوکې کوي او د اسرايلي حکومتدې هڅو ته ښه نه ګوري چې د ياد هېواد د سپريم کورټ اختيارات ختموي.
هرزوګ په خپله وينا کې وويل “اسرايل او امريکا به ارو مرو په ځينې مسلو اختلاف لري خو مونږ به تل لکه د يوې کورنۍ وسېږو. زمونږارتقايي ټولنې نړۍ ته ډېر څه ورکولی شي او مونږ د يو بل نه ډېر څه زده کولی شو. زمونږ رشته په ځينې وختونو کې د ننګونو سره مخ ويخو دا بېخي نه ماتېدونکې ده”.
په ايوان کې د ډيموکريټس ګوند نهه غړو د هرزوګ د وينا اورېدو نه بايکاټ وکړو چې پکې يواځينۍ فلسطيني امريکنۍ نماينده رشیده طليب هم شامله وه.
خو په ايوان کې د ريپبلېکن او ډيموکريټس يو واضح اکثريت چې پکې نايب صدره کامله هيرس او د ايوان سپيکر کيوېن ميکارتي هم وو نهيواځې وينا اورېدو ته موجود وو بلکې څو څو ځله يې په ولاړې د هرزوګ وينا د لاسونو په پړقا بدرګه کړه.
د امريکا قانون سازانو مخکې هم د دوره کونکو خارجي مشرانو د ويناګانو نه بايکاټ کړی چې تېره مياشت د هند د وزير اعظم نرېندرامودي د وينا پکې هم بايکاټ شوی و.
هرزوګ دا منلې چې د ځينې قانون سازانو ورسره اختلاف شته او ويې ويل “زه د دوستانو د نيوکو نه خلاص نه يم چې پکې ځينې د دې ايوان غړي هم دي. زه د دوستانو د نيوکو قدر کوم خو دا ضروري نه ده چې تل به يې نيوکې منل کيږي”.
هغه وويل “په اسرايل د نيوکو معنا دا نه ده چې د اسرايل د رياست د بقا حق نشته. د يهوديانو د خپلې ازادۍ حق د تپوس لاندې راوړلسم سفارتي عمل نه دی بلکې يهود ضد کار لا اينټي سېمېټېزم دی. يهوديان بدنامول او پرې حملې کول که په اسرايل کې وي که په امريکالا نوره نړۍ کې وي اينټي سېمېټېزم دی”.
د هرزوګ وينا په داسې وخت کې شوې چې امريکا د اسرايلي وزير اعظم نتن ياهو په هغه هلو ځلو انديښمنه ده چې دی غواړي پخوانیعدالتي نظام بيرته بحال کړي، د ملک د سپريم اختيارات ختم کړي او په مقبوضه فلسطيني سيمو کې د يهودو نوې ابادکاري وغځوي.
هرزوګ وويل “دا پټه خبره نه ده چې په تېرو څو مياشتو کې د اسرايل وګړي په يو تود او غمجن بحث کې انښتي دي. مونږ د يو ليکليايين په غير موجودګۍ کې په غږ پورته کولو کې بوخت يو. په عملي توګه دا تود بحث چې په اسرايل کې روان دی په ښکاره د اسرايل دجمهوريت يوه ستاينه ده”.
هغه وويل “د اسرايل جمهوريت تل په پاکو او ازادو انتخابونو اډانه دی. د خلکو د حقونو او رای قدر کول، د لږکيو حقونه خوندي کول، دازادۍ او بشري حقونو دفاع کول او يوه مظبوطه او ازاده عدليه لرل يې مرام دی”.
د امريکا ايوان نمايندګان د نهې/سه شنبې په ورځ د اسرايل سره د ملګرتيا برقرار ساتلو قرداد هم منظور کړی.
قرارداد د ډيموکريټس ګوند د نماينده پرامېله جياپال د هغې خبرې وروستو منظور کړل شوی چې اغلې پکې اسرايل ته نسل پرست ويلي. هغې وروستو دا واضحه کړه او وايي “په دې باور يم چې د نتن ياهو حکومت په زياتي کولو او په ښکاره نسل پرستۍ کې ککړ دی او دغهتګلاره تندلاره نسل پرستو چې د موجوده حکومت او مشرتابې خلک دي خپله کړې ده”.
هرزوګ په منځني ختيځ کې د اسرايل د يو شمېر عرب هېوادونو سره د ښه اړيکو جوړېدل وستايل او هيله يې څرګنده کړه چې هېواد به يېد سعودي عرب سره نوې اړيکې جوړې کړي. د اسرايل صدر وويل اميد کوي چې يوه ورځ به د فلسطينيانو سره هم په امن ژوند وکړي.
هغه وايي “خو د فلسطيانو د اسرايل لا د اسرايليانو خلاف ترهګري دغې امکان ته د رسېدو په لار کې خنډ دی”.
د خبري ايجنسۍ ای اېف پي د خبر ترمخه د فلسطين د صحت وزارت ورته ويلي اسرايلي ځواک د فلسطين په نابلس سيمه کې يو فلسطينی په ډزو وژلی.
د وزارت په بيان کې د "قابض" اسرايلي ځواکونو ذکر شوی او وايي د اسرايلي پوځ يو تن وژلی خو د وژل شوي تن نوم او نور معلومات يېنه دي ورکړي. البته وزارت وايي درې نور ټپيان شوي فلسطينيان يې هم هسپتال ته راوړي. اسرايلي ځواک د پېښې په اړه لا څه نه ديويلي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټونونه اخیستل شوي دي