لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان پوله په دریمه ورځ هم تړلې ده، افغانان وايي د قانوني اسنادو باوجود هم تگ راتگ نشي کولی


د پاکستان لخوا د افغانستان سره د تګ راتګ دپاره د تورخم او چمن د غټو لارو ترڅنګ د شمالي او جنوبي وزیرستان او کرمې ايجنسۍ لارې په درېمه ورځ هم تړلې پرتې دي.

د وايس اف امریکا ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي چې په چمن کې د افغانستان او پاکستان گډې پولې ته ورغلی وو، وايي د پولې دواړو خواو ته افغانان او پاکستاني وگړي خپلو هیوادونو ته د تگ په مهال ایصار شوي دي.

افغان وگړود ډیوه راډیو خبریال ته ویلي تیر دریو ورځو راهسې په چمن کې ایصار کړی شوي دي او د سرکاري اسنادو باوجود هم دوي د پاکستان څخه خپل هیواد افغانستان ته نه شي تللی.

محمد ایاز د کابل ولایت دی. په چمن کي يي د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته د خپل مشکل په اړه داسې وايي "ډیر په تکلیف کې استو، باران هم دی، خټې هم دي او د استوگنې ځای هم نه پیدا کیږي او غذا هم نشته."

دغه ډول حالات په تورخم کې هم دي، یواځې هغو خلکو ته چې جنازه ورسره وي په ډېره مشکله افغانستان لوري ته د تلو اجازه ورکړی کيږي.

افغان چارواکو د پاکستان لخوا د تورخم او چمن لارې تړل د سفارتي اصولو په ضد ګرځولي دي.

د افغانستان سره د تورخم او چمن د غټو لارو نه علاوه په قبايلي سیمه جنوبي وزیرستان کې انګور اډه، شمالي وزيرستان کې غلام خان او کرمه ایجنسۍ کې د خرلاچي او بورکي لارې هم تړل شوي دي.

د چارواکو په وينا يواځې د چمن په پوله د ګرمۍ په موسم کې د ورځې ۱۲ زره او په ژمي کې د اته ؤ نه تر نهو زرو پورې کسان تګ راتګ کوي.

د پاکستان په جنوبي سندهـ صوبه کې د لعل شهباز قلندر په درګاه د شوي بريد چې پکې د ۸۰ نه زيات کسان وژل شوي ؤ پاکستان د افغانستان سره خپل سرحد وتړلو او د حملې ذمه واري يي په افغانستان کې مشته پاکستاني وسله والو باندې واچوله.

د افغانستان د فوج مشر جنرل قدم شاه شهیم ویلي د پاکستان لخوا ورکړي شوي د مشکوک ترهگرو فهرست ته کتنه کوي خو پاکستان دې هم د افغانستان ددغه رنگ فهرست په اړه اقدام وکړي.

د لعل شهباز په درګاه د شوي بريد زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG