لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لندن د غونډې نتیجې لا نه دي په ډاګه شوي


Pak-Afghan-Flag
Pak-Afghan-Flag

په لندن کې د برتانیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې غونډې په اړه دواړو هیوادونو خوشبیني څرګنده کړې خو په خپره شوې اعلامیه کې د کوم واضح پرمختګ خبره نه ده شوې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او پاکستاني چارواکو له غونډې وروسته تر دې مهاله په خپلو څرګندونو کې د یادې ناستې د پایلو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.

پدې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان لخوا د تړل شوې پولې د پرانستلو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.

پاکستان د تیرو ۲۸ ورځو راهیسي له افغانستان سره خپله پوله په یو اړخیزه توګه تړلې ده چې د څیړونکو په وینا د دواړو غاړو پښتنو ته یې ګڼ اقتصادي زیانونه اړولي دي.

پاکستان وایې دغه پوله یې ځکه تړلې چې د ترهګرو مخنیوي پرې وکړي خو افغانستان ددغې پولې تړل له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼي.

په غونډه کې برخه اخیستونکي په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخیلوال ویلي هغه پدې باور دی چې د دغې مهمې غونډې د بریالیتوب په اړه به د دواړو هیوادونو عام وګړي قضاوت وکړي.

ددې غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل د پاکستان اندېښنه داده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګر فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

افغانستان وايې ترهګر د پاکستان په خاوره کې روزل کیږي،څرګند پټنځایونه لري او د پاکستان له خاورې د افغانستان دننه د حکومت او عامو خلکو پرضد بریدونه ترسره کوي.

په پاکستان کې میشته د حقاني ترهګره شبکه او په کوټه کې د طالبانو شورا په خلاص مټ په افغانستان کې بربنډه لاسوهنه کوي او هر یو یې د کور او کار څرګند ادرس لري.

د برتانیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه خبرې پداسې حال کې ترسره شوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پدې ورځو کې تر پخوا بل هر وخت ډیرې خرابې شویدي.

څیړونکي وایې پاکستان ترهګر په ښو او بدو ویشلې دي. هغو ته چې د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي لکه په کشمیر کې د هند په مقابل کې او د افغانستان د حکومت مقابل کې نو هغه ښه طالبان ګڼل کیږي خو هغه چې په پاکستان کې بریدونه کوي هغه بیا بد طالبان دي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د ضمني کمیټۍ مشر ټید پو ډیوې ته وړاندې په یوې مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د ترهګرو د ملاتړ کونکي هیواد په توګه وپیژندل شي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندي مشر د روانې میاشتې په سر کې د امریکا سنا ته وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو موجودې ډلې د افغانستان امنیت ګواښي هغه هیواد چې لا هم خپله امریکايې سرتیري لاهم پکې دیره دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن سنا ته دې ته ورته خبرې کړې وې او زیاته کړې یې وه چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ښه ملګری نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG