لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانه اکېډمېسنه په اټلي کې خپل خوبونه بیا راژوندي کوي


د طالبانو د واکمنۍ مخکې بتول حیدري د کابل په یو پوهنتون کې د سیکسولوژي ( د انسانانو د مباشرت یا جنسي عمل زدکړې) د ېوې وتلې پروفیسرې په توګه کار کولو.

هغې د نارینه او ښځینه زده کونکو مخلوط ټولګیو ته درسونه ورکول، او د هغو ناروغانو سره یې مرستې کولې چې د جنسیت پیژندنې مسلو سره مخ وو.

د هغې د میړه د قالینونو یا غالیو خپله کارخانه وه، دوی په ګډه خپل 18 کلن زوی او دوو لوڼو، چې عمرونه یې 13 او 8 دي ته ښه تعلیمونه ورکول.

کله چې د اسلام سخت تعبیر خوښونکي پخواني یاغیان، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورستو بیرته 2021 کال د اګست په پینځلسمه واک ته ورسیدل نو دويي دا خوشاله ژوند ناڅاپي په ټپه ودرېد.

حیدري د هغو زرګونو افغان مېرمنو څخه یوه ده چې غواړي وس په هغو هېوادونو کې فعاله ټولنیزه ونډه ولري چې دوی خپل کړي دي.

حیدري او د هغې مېړه د بېلابېلو ټولنو په مالي ملاتړ د اټلي ژبه زده کوي. هغه په خپل هیواد کې د ښځینه سازمانونو سره په اړیکه کې ده او هڅه کوي چې د انټرنیټ له لارې د خپلو ځینو ناروغانو سره اړیکه وساتي.

37 کلنه حیدري د هغو ګڼو ښځو له ډلې څخه وه چې د 1990لسیزې په وروستیو کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ دودونو ته د بېرته ستنېدو له وېرې د طالبانو له لیکو تښتېدلې وه.

هغه د ایټلي د رضاکارانو په مرسته د پاکستان له لارې د 2021 په اخر کې روم ته ورسیده.

هغې وويل:

"ژوندي پاتې کېدل پخپله د مزاحمت يوه بیلګه ده"

هغې زياته کړه غواړي چې د هغې اولادونه د افغانستان په راتلونکي کې ونډه واخلي، چېرته چې هغه ډاډه ده چې کورنۍ به يې يوه ورځ راستنه شي.

هغې وویل:

"کله چې زما زوي د روم په یو پوهنتون کې د طب زدکړو ته د ازموېنې امتحان ورکړو، زما لپاره دا یو ښه خبر و."

په مرکزي روم کې خپل کلاس (ټولګي) ته د سفر په وخت هغې وویل.

" زما یو اروپايي هیواد ته د هجرت لومړی هدف زما د ماشومانو د راتلونکي لپاره ؤ."

په 2021 کې د افغانستان د نیولو ورستو طالبانو په سر کې لوظ وکړو چې د ښځو او اقلیتونو حقونو ته به درناوی ورکوي.

خو د خپل لوظ پوره کولو په ځای دوی په قلاره قلاره ډول د شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو په زده کړه بندیز ولګاوه، ښځې یې د کار له ډیرو برخو څخه لیرې وساتلې، او دوی یې مجبور کړل چې په عامه ځایونو کې د سر څخه تر پښو جامې واغوندي.

حیدري هڅه وکړه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره په کابل کې پاتې شي. هغه د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یوه فعاله غړې وه چې د ښځو د زده کړې، کار او سیاسي ګډون لپاره یې مبارزه کوله.

خو خطرونه ډېر زیات شول. حیدري نه یوازې یوه لوستې ښځینه فعاله وه، بلکې د هزاره توکمي غړې هم وه.

هزاره اقليت د طالبانو له واکمنۍ راهيسې په پرله پسې ډول د تاوتريخوالي ښکار شوي دي. ډیری یې شیعه مسلمانان دي، چې د اسلامي دولت ډلې په څیر د سني وسله والو لخوا بې ابرو شوي او په نښه شوي، او په سني اکثریت هیواد کې د توپیري چلند سره مخ دي.

حیدري ته په افغان ټولنه کې د حساسو مسلو د څیړنې په سر د مرګ ګواښونه وشول او اخر د 2021 په دسمبر کې یې پریکړه وکړه چې هیواد پریږدي.

هغه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې وه، او یوې ایټالوي خبریالې ماریا ګرازیا مازولا له پاکستان څخه ایټلیې ته په رسولو کې له هغې سره مرسته وکړه.

مزولا وویل:

”مونږ واوریدل چې طالبان خپلو ځایونو ته نږدې کورونه لټوي او ورباندې ډزې کوي”

هغې وویل:

"موږ په پاکستان کې د ایټلیې د سفارت خانې سره له افغانستانه په پټو لارو په هېبت کې رابطې کولې مونږ به په هرو دریو ورځو کې خپل ځای بدلولو."

د ايټلي حکومت د طالبانو تر واکمنۍ سمدستي وروسته له 5000 څخه زيات افغانان په پوځي جهازونو کې اوويستل. ددغې وروسته، د ایټلي د فیمینستانو( د ښځو د حقونو ځانګړی سازمان)، کیتولیک او انجیل مننونکو کلیساونو او لکه د مازولا په شان رضاکارانو د ښیګړې کارونه تیز کړل او په راتلونکی کال کې یې په ایټلي کې د مهاجرینو میلمه پالنه شورو کړه.

مازولا چې د ایټلي د RAI تلویزیون لپاره کار کوي او د اسلامي بنسټ پالنې کارپوهه ده، دې د ټولنې یوه اداره جوړه کړه چې د 70 افغانانو کوربه توب وکړي، چې ډیری یې هزاره ښځینه فعالانې او د دوی کورنۍ دي.

اوس چې کډوال په ایټلي کې دي او په تدریجي ډول پناه ترلاسه کوي، مازولا وویل، لومړیتوب د دوی لپاره د دوی د پوهنتون درجې یا نورو وړتیاو رسمي پیژندل دي چې دوی سره د باعزته کار موندلو کې مرسته وکړي.

مزولا وويل:

"د بتول په څېر يوه ښځه نه شي کولى چې په ښوونځي کې د صفایئ کونکې په توګه کار وکړي. دا به زموږ د ټولنې لپاره هم یو زیان وي. هغه يوه ارواپوهه ده او د دې وړ ده چې همداسې کار ته دوام ورکړي."

حیدري وايي چې هغې ته د کابل د خوشاله ژوند او لارې کوڅې یادېږي:

"خو تر ټولو مهمه خبره چې ماته یادېږي هغه داده چې ما هلته وړتیا درلوده

(دا خبر د ایسوسي ایټېډ پرېس څخه اخستل شوی )

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG