لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د کورونا په مثبتو پېښو کې اضافه شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د کرونا وبا له امله 33 تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو 24 ساعتونو کې 1045 کسان په کرونا اخته شوي او 33 ترې مړه شوي دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د کرونا وبا له امله 33 تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو 24 ساعتونو کې 1045 کسان په کرونا اخته شوي او 33 ترې مړه شوي دي

افغانستان کې چارواکي وايي، د کورونا دریمې څپې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی او د تیرو میاشتو په پرتله څو برابره ډیروالی ښيي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د کرونا وبا له امله 33 تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو 24 ساعتونو کې 1045 کسان په کرونا اخته شوي او 33 ترې مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا درېمه څپه په چټکۍ خپرېدونکې ده او د دوی وړاندوینې ښيي چې افغانستان د دې څپې اوج ته نږدې شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ویلي، افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له کوچني اختر راهیسې په لوړېدو دي او اوس یې کچه لوړه شوي چې مجموعي شمیر په افغانستان کې 74 زره پیښو ته رسیږي.

وزارت وایي، کېدای شي د کورونا وېرس بدله شوې بڼه په 34 ولایتونو کې وي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی ډیوه سره خبرو کې وویل" په تیرو 24 ساعتونو کې 3614 مشکوک کسان د کرونا لپاره د هیواد په ټولو خصوصي او دولتي لابرتوارنو کې ټېست شوي دي چې د دې جملې څخه یې 1045 مثبت چې لدې سره د مثبتو پیښو شمیر په هیواد کې 74026 ته ورسید او په یاده موده کې 112 کسان رغیدلي او متاسفانه 33 کسانو خپل ژږتد له لاسه ورکړي دي "

د مسولینو په خبره د تیر په شان د ماسک کارول، د فاصلې مراعتول، په صابون د لاسونو مېنځل او د ګڼې ګوڼې نه جوړول هغه تدابير دي چې کولای شي يوه ټولنه د کرونا له بد حالته وژغوري خو لا هم خلک دغو سپارښتنو ته جدي پاملرنه نه کوي چې ورځ تر بلې په دې اړه اندیښنې زیاتې کیږي.

له دې سره سره د میرویس علیزي په خبره د کرونا دریمې څپې خطر هم ګواښونکی دی او ویره شته که د پیښو زیاتوالی ورته روان ووسیږي بیا یې کابو کول ستونزمن ښکاري خو له خلکو غوښتنه کوي چې د کرونا مرګوني ناروغۍ په اړه د هر هیوادوال د مسولیت احساس وکړي.

علیزي وایي "د اوس لپاره موږ په دریمه څپه کې قرار لرو او د تیر په پرتله په هیواد کې د پیښو زیات والی لیدل کیږي خصوصآ په دې شپو او ورځو کې د پیښو لوړ ګراف ته په کتو سره د پیښو لږړې څوکې ته په رسیدو کې یو د خلکو مو غوښتنه ده چې د عامې روغتیا لارښونې عملي کړي، که دا کار ونشي نو په پیښو کې نور هم زیاتوالی راشي."

که څه هم هیواد کې ډیری ورځني کارونه عادي ترسره کیږي او خلک د کرونا محدودیتونه او سپارښتنې نه مراعت کوي خو د عامې روغتيا وزارت د کرونا وايروس خپرېدو مخنيوي په موخه د هېواد په 16 ولايتونو کې د تیرې شنبې، راهیسې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوگر، ننگرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نيمروز ولايتونو کې رخصتي اعلان کړي.

د مسولینو په خبره، ټول پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونيز مرکزونه به د دوو اونيو لپاره رخصت وي څو د کرونا پیښو زیاتیدو مخنیوی وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG