لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې د جینکو ښوونځي پرانیزي، د افغانستان د دینې عالمانو غوښتنه


په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي
په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي

د افغانستان د دینې علماو علمي جلسې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګيښوونځي دې د ټولو خنډونو په لیري کولو سره پرانیزي. کوم چې د طالبانو حکومت تر امر ثاني بند کړي.

د افغانستان د دیني علماو علمي جلسې په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښځې د نارينوو تر څنګ د شرعي او عصري علومو زده کړو حق لري چې د عالمې په توګه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

دغو دیني علماو ویلي: "شرعي نصوصو ته په کتنه او زمونږ د شرعي ستر تراث له مطالعې څخه دا په ډاګه کيږي چې مومنه ښځه د نارينه تر څنګ پوره حق لري چې شرعي او عصري علوم زده کړي، او د عالمې او متعلمې په توګه له يوه پلوه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او له بله پلوه د علم له ستر فضيلت څخه برخمنې شي. له دې کبله له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده کړې دروازې پرانېزي، او په دې اړه ټول خنډونه پورته کړي."

دینې علماوو غونډې کې د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې د نجونو لپاره باید د زده کړو ځانګړی نصاب او ځانګړی او مناسبه چاپېریال رامنځته شي.

په داسې حال کې چې د تېرو اوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني پوري بند شوي، خو د یادو ټولګیو د پرانیستلو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

بل لور د اپریل په نهمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې ډیبرا لاینز د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره شریکې کړي دي.

اغلې لاينز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست خیر الله خیرخوا سره لیدنه کې ښوونځيو ته د ټولو نجونو د بيرته ورګرځيدو په اړه د بيړنيو ګامونو پورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

همداراز د اپریل په اتمه اروپايي پارلمان په یو پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز وغانده او د زده کړو پر روانو حالاتو یې ژور خفګان څرګند کړ.

همداراز د اپریل په اوومه، د افغانستان یو شمېر دیني علماو او مېرمنو هم په کابل کې ملي ډایلوګ رابللی وو چې پکې یې د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی.

د دې ملي ډایلوګ یو ګډونوال مولوي شمس الرحمن فروتن وویل چې طالبان باید د تل لپاره د نجونو لپاره د ښوونځيو په بندېدو سره د اسلامي حکومت تجربه ناکامه نکړي.

په 23 مارچ طالبانو د جينکو دپاره تعليمي ادارې پرانستې خو بيا يې تړلې او ويلي يې وو، د جينکو دپاره به تعليمي ادارې تر هغې تړلې وي څو پورې چې د تعليمي ادارو د بيا پرانستو دپاره د اسلامي شرعي قانون لاندې پلان نه وي جوړ شوی، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG