لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له د دریو لوبو په  لړۍ کې ایرلېنډ‌ ماتې ورکړه


afghan cricket 33
afghan cricket 33

ایرلېنډ په درېیمې لوبه کې د افغانستان د ۱۷۸ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو راوا ړؤ. هم دې سره اېرلېنډ د دریو نړیوالو سیالیو لړۍ په ۲-۱ وگټله

نن چې لوبه د یکشنبې یا د اتوار په ورځ په شارجه کې شورو شوه نو افغانستان ټاس وگټلو، او د بیټینگ کولو پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې په ۱۷۷ رنزونو وسوځېدل.

د لوبې غوره لوبغاړی د ایرلېنډ پاول سټرلینگ ۱۰۱ منډې وکړې او په بالينگ کې یې هم یو لوبغاړی وسوځوه

په افغان بېټسمینانو کې کې تر ټولو ډېرې ۴۴-۴۴ منډې رحمت شاه او راشد خان وکړې.

د افغانستان په لوبډله کې نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ راوستل شوي وو. نور علي ځدراڼ نهه منډې وکړې او شاپور ځدراڼ په اوو اورونو کې ۷۱ منډې وکړې او هېڅ‌ لوبغاړی یې هم ونه سوځوه.

د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه افغانستان گټلې وه

XS
SM
MD
LG