لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېف پي: افغان سفارتکاران طالبانو د فشار سره مخامخ دي


د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي ای اېف پي ته وویل افغان سفارت او کونسلخانې د سخت مالي فشار سره مخامخ دي او دوی بېنک اکاونټونو ته رسايي نشي کولی
د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي ای اېف پي ته وویل افغان سفارت او کونسلخانې د سخت مالي فشار سره مخامخ دي او دوی بېنک اکاونټونو ته رسايي نشي کولی

د دنیا په مختلفو ملکونو کې هغه افغان سفارتکاران چې طالبان یې په رسمیت نه دي پيژندلي د فعالیت دوامداره ساتلو په لړ کې د مشکلاتو او د دې فشار سره مخامخ دي چې خپلې چوکۍ دې د طالبانو د ګمارل شویو استازو دپاره خالي کړي.

دا خبره ای اېف پي خبري ادارې په خپل یو رپورټ کې کړې ده.

د رپورټ ترمخه د افغانستان پخواني صدر اشرف غني چې په بېلا بېلو ملکونو کې کوم 60 سفیران او یا د سفارتي دفترونو مشران ګمارلي په هغو کې یو هم نه دی راضي شوی چې د طالبانو په حکومت کې خدمات ترسره کړي.

تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او ای اېف پي وايي نړیواله په دې اړه غور کوي چې د انساني او اقتصادي بحران په مهال افغانانو سره د مرستې دپاره د طالبانو سره څنګه معامله وکړي.

د ای اېف پي په رپورټ کې په ناروی کې افغان سفیر یوسف غفورزی وايي چې په سختو حالاتو کې یې عملیات دومداره ساتلي دي.

هغه وویل افغانستان سره بشري مرستې زیاتولو او د افغانستان په صورتحال کې ثبات دپاره په سیاسي اړخ بحثونه دوامداره ساتلو کې اهم کردار ادا کوي.

ای اېف پي وايي طالبانو د واکمنېدو نه پس امریکې د افغانستان اثاثې منجمد کړي او نړیوالې ټولنې هېواد سره مالي امداد بند کړی چې د افغانستان زیاتره اخرجات یې پوره کول.

د رپورټ ترمخه غفور زي وویل او همکارانو یې د طالبانو حکومت سره هېڅ ډول رابطه نه ده کړې او عملې یې ته د تېرو څو میاشتو راهسې نتخاګانې یا معاشونه نه دي ورکړی شوي.

ای اېف پي وايي په امریکا کې افغان سفارت او کونسلګرۍ به په اینده هفتو کې وتړل شي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي ای اېف پي ته وویل افغان سفارت او کونسلخانې د سخت مالي فشار سره مخامخ دي او دوی بېنک اکاونټونو ته رسايي نشي کولی.

د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل افغان سفارت او واشنګټن داسې انتظامات برابر کړي چې د سفارت عملیات په منظمه ډول وتړل شي او د سفارت اثاثې فعالیت د بیا شروع کېدو د وخت پورې محفوظې کړی شي.

ای اېف پي وايي په نړیواله کچه افغان سفارتکارانو فعالیتونه کم کړی کړي دي، د توانای او خوراک اخراجات یې کم کړي او ځینې خو وړو ودانیو ته منتقل شوي او د خدماتو فېسونه یې زیات کړي دي چې دا ډول امدن زیات کړي.

د هندوستان په سرښار نوي دلي کې افغان سفیر فرید ماموندزي ای اېف پي ته وویل سفارت د کابل نه هېڅ مالي مرسته نه ترلاسه کوي.

هغه وویل مالي مرسته د نه ورکړی کېدو له امله د سفارت عملي ته د تېرو څو میاشتو راهسې تنخاګانې نه دي ورکړی شوي، د عملې په شمېر کې کمی شوی دي او اخراجات یې کم ترېنې کچې ته رسولي دي.

ای اېف پي وايي دا لا نه ده واضحه چې طالبان او یا نړیواله ټولنه به د څومره وخت پورې د افغان سفارتونو ویزې او نور اسناد مني؟

د ای اېف پي ترمخه په پاکستان، ازبکستان، ایران او چین کې طالبانو خپل سفیران ګمارلي دي. روس وړاندېز کړی چې د دوو یا دریو سفاراتکارانو کوربتوب کولی شي ای اېف پي ویلي طالبانو په مسکو کې لا څوک نه دي ګمارلي.

ای اېف پي وویل طالبانو ورته په دې اړه څه دریځ نه دی ښکاره کړی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG