لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان استازی به د ملګرو ملتونو غونډې ته وېنا نه کوي


غلام اسحاق زی
غلام اسحاق زی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ به یې په جنرل اسمبلۍ کې وېنا کوله د بحث نه یې ځان وېستلی دی.

غلام اسحاق زی د افغانسستان پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې په ملګرو ملتونو کې د افغان استازی ګمارل شوی و.

ټاکل شوي وه چې ښاغلي اسحاق زي به د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ 76 غونډې ته په خپل نوبت وېنا کوله.

خو ای اېف پي خبري ادارې وویل د اسحاق زی نوم د ګل، دوشنبې، په ورځ د وېنا کوونکو د فهرست نه لرې کړی شوی و.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

د اسمبلۍ د صدر ترجمانې مونیکا ګرېلي ای اېف پي ته وویل "هېواد ( افغانستان) په عام بحث کې د شرکت نه ځان وېستلی دی."

ترجمانې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو دپاره د افغانستان د استازي دفتر د جنرل اسمبلۍ د بحث نه د هېواد د وتلو سبب بیان نه کړو

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د بحث نه د افغان استازي د وتلو خبر په داسې حال کې ورکړی شوی چې طالبانو خپل یو ترجمان سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د استازیتوب دپاره نامزد کړی دی او د ملګرو ملتونو نه یې غوښتلي چې طالبانو ته دې د جنرل اسمبلۍ په بحث کې د شرېکېدو موقع ورکړی شي.

د ای اېف پي ترمخه د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي تېره هفته د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس ته خط کې لیکلي وو چې هغه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موجوده غونډه کې د شرکت خواهش لري.

په دغه خط کې لیکل شوي وو چې غلام اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې نوره د افغانستان نمایندګي نه کوي.

مولوي امير خان متقي
مولوي امير خان متقي

د طالبانو د خارجه وزیر د خط نه وړاندې ای اېف پي وايي اسحاق زي ښاغلي ګوټېرېس ته په جدا خط کې په جنرل اسمبلۍ کۍ د شرکت دپاره د افغان پلاوي فهرست لېږلی و. په دغه خط کې اسحاق زی په ملګرو ملتونو د افغانستان استازی بلل شوی و.

ای اېف پي وايي ملګري ملتونه اوس هم اسحاق زی د افغانستان د مشن یا دفتر مشر ګڼي.

د رپورټ ترمخه په ملګرو ملتونو کې افغان مشن په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته نمایندګۍ دپاره د طالبانو د خواست کتنه به د نهو ملکونو یوه کمېټي کوي چې پکې امریکا، روس او چین هم شامل دي خو ای ایف پي وايي د دغې کمېټۍ غونډه لا نه ده شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG