لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په ځینو سیمو د طالبانو د پابندۍ باوجود کوکنار کرل کېږي


د سږ کال د می په میاشت کې طالبانو په بدخشان ولایت کې د کوکنارو فصل تلف کړو
د سږ کال د می په میاشت کې طالبانو په بدخشان ولایت کې د کوکنارو فصل تلف کړو

په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو په کښت کې ډېر کمی شوی و، دا خبره د ملګرو ملتونو او شخصي سرچینې کوي، خو د طالبانو د بندیز باوجود د هېواد په مختلفو برخو کې کوکنار کرل کېږي او د ځینو سیمو پېداوار د نورو سیمو نه ډیر دی.

د افغانستان دننه د سرچینو او د سوشل د میډیا اکاونټونو ترمخه، د تېر سپرلي راهسې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې کروندګر د کوکنارو کښت کوي. د کوکنارو د ټولو نه زیات کښت په بدخشان، هلمند، هرات او ننګرهار ولایتونو کې کېږي. دا کښت په ازادو پټو او په ځینو ځایونو کې د دېوالونو په شا جایدادونو کې کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اېکس، پخواني ټوېټر، د کوکنارو فصل د تباه کولو دپاره د زرګونو په شمېره کې د اپرېشنونو اعلان کړی او ویلي يې دي په ۲۹ ولایتونو کې د کوکنارو د تلف کولو کوښښونه شوي دي.

د طالبانو داخله وزارت وویل په تېرو شپږو میاشتو کې پولیس په ۳۶۰۰ هېکټره نه زیاته ځمکه ولاړ د کوکنارو د فصل ضد ۱۵۰۰۰ عملیات کړي او په کښت د بندیز په خلاف ورزۍ يې په زرګونو کسان نیولي دي.

د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره د طالبانو نایب داخله وزیر عبدالحق اخندزاده وي او ای ته وویل سږ کال به د نشۍ توکو مسلې نه لري. عبدالحق وویل په هغو علاقو کې چې کروندګر په کې په خفیه ډول د کوکنارو کښت کوي، هلته عملیات شوي او فصل یې تباه کړی شوی دی.

په کوکنارو پابندۍ ته هر چا په پرامنه ډول غاړه نه ده اېښودې. په بدخشان کې تېره میاشت د طالبانو او د کروندګرو جګړې وشوې.‌ دوه کسان وژل شوي دی.

د طالبانو داخله وزارت په اېکس وېب پاڼه په دري ژبه کې په دې پوسټ کې وايي چې په شپږو ولایتونو کې په ۳۲ اېکړ ځمکه د کوکنارو فصل تباه کړو
د طالبانو داخله وزارت په اېکس وېب پاڼه په دري ژبه کې په دې پوسټ کې وايي چې په شپږو ولایتونو کې په ۳۲ اېکړ ځمکه د کوکنارو فصل تباه کړو

د طالبانو د مقامي چارواکو په قول په بدخشان کې د ۳۵۰۰۰ نه تر د ۴۰۰۰۰ اېکټرو د کوکنارو فصل تباه کړی شو.

د بدخشان ولایت دپاره د طالبانو نایب ګورنر یا والي، امین الله طایب وویل په اتوو وسلوالیو کې یې د مني او د سپرلي فصلونو تلف کړي دي او په دغو سیمو کې به بیا کښت نه کېږي.

د کروندګرو وینا وه چې د کوکنارو د تلف کولو په مهال طالبانو د مقامي ثقافت احترام نه دی کړی او د فصل د تباه کولو په اړه يې مشرانو ته معلومات نه وو ورکړي.

د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحفیظ چېرته چې د طالبانو او د مقامي خلکو جګړه هم شوې وه، وي او ای ته یې وویل طالبان د خلکو کورونو ته ننوتلي وو او د مخکې نه يې چا ته اطلاع هم نه وه ورکړې.

په کال ۲۰۲۱ کې چې طالبان په افغانستان بیا وکمن شول نو په هېواد کې د کوکنارو کښت زیات و او د کروندګرو کوښښ وو چې طالبانو د بندیز نه وړاندې نه زیات نه زیات کوکنار وکري.

په کال ۲۰۲۲ کې طالبانو په کوکنارو پابندي ولګوله خو کروندګرو ته یې اجازت ورکړو چې د بندیز نه مخکې د کرل شوي فصل حاصلات واخلی.

دا کال د کوکنارو د رېکارډ کچې حاصلات واخیستل شوو. د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه، په افغانستان کې په کال ۲۰۲۱ کې ۷۵۰۰ مېټرک ټنه او په ۲۰۲۲ کې ۶۸۰۰ مېټرېک ټنه پېداوار شوی و.

تېر کال طالبان په کوکنارو په خپل بندېز کې په عمومي توګه کامیاب شوي وو. په هلمند ولایت کې د کوکنارو په کښت کې ۹۹ اشاریه نهه فیصد کمی شوی و.

خو د دې باوجود، په کوکنارو د طالبانو پابندي څومره کامیابه ده؟ د دې جواب په دې انحصار لري چې دا پوښتنه د چا نه کېږي.

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو رپورټ ورکړو چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ فیصد کمی شوی دی. په ټول افغانستان کې، ملګرو ملتونو وویل، په کال ۲۰۲۲ په ۵۷۵۷۵۵ اېکړ ځمکه کوکنار کرل شوي وو. په ۲۰۲۳ کې دغه رقبه ۲۶۶۸۷ اېکټر وه.

خو د سېټلایټ یا په خلا کې د مصنوعي سیارې نه د تصویرونو اخیستونکي کمپنۍ اېلسېس د سروی ترمخه په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۸۶ فیصد کمی شوی و او رقبه یې ۷۶۲۰۰ اېکړه ته کمه شوې وه.

د څېړنې ادارې یواېس انسټېټیوټ اف پيس څېړونکي وېلیم برډ وي او ای ته وویل د اېلسېس زیات مکمل دی. هغه وویل ملګري ملتونو د مختلفو علاقونو نه په اخیستل شویو نمونو انحصار کوي او اېلسېس د کښت نه واخلي تر د فصل د سمبالېدو پورې د سېټلایټ دلارې د اخیستل شویو تصویرانو تجزیه کوي.

په کال ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت څه صورتحال و؟ په دې اړه ملګري ملتونه او اېلسېس دواړه د ژمي پورې انتظار کوي.

د بدخشان د طالبانو نایب ګورنر یا والي امین الله طایب
د بدخشان د طالبانو نایب ګورنر یا والي امین الله طایب

افغانستان په اقتصادي کچه د بحران سره مخامخ دی او د ۱۲ مېلین نه زیات خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي. په کوکنارو د پابندۍ په سبب د افغانستان اقتصاد د یو بېلین ډالرو د امدن نه محرومه شوی دی.

که څه هم د کوکنارو په کښت پابندي ده خو د غربت ښکار کروندګر د دې فصل کښت کوي ځکه چې د امدن متبادلې لارې نه لري.

د لسیزو راهسې کوکنار او د دې نه اخستل شوي افیم د کروندګرو د پېسو لویه زریعه ده. اکثر کروندګر د خپل ځان د ساتلو د کچې زرعي امدن لري، زیاترو خلکو سره اضافي پېسې یا وخت نه وي چې نور تخمونه وکري او د حاصلاتو دپاره يې کلونه انتظار وکړي.

کروندګر شکایت لري چې د طالبانو حکومت ورته د کوکنارو متبادل فصلونه نه دي ورکړي.
په لغمان کروندګر حسیب الله وي او ای ته وویل طالبان مرستې ته ضرورت لري او اوس هم د طالبانو د حکومت په انتظار دي. هغه وویل که کروندګر کوکنار نه کري نو پکار ده چې حکومت ورته د متبادل فصل تخ، سره، زرعۍ مصنوعات او نوره مرسته ورکړي.

د نشۍ توکیو د مخنیوي دپاره د طالبانو نایب وزیر جاوېد قایم وي او ای ته وویل ترڅو چې کروندګرو ته متبادل نه وي ورکړی شوی نو د بد قسمتۍ نه به په اینده کلونو کې نورې جګړې لیدل کېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG