لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو افغان فعالان وايي د طالبانو په واکمنۍ کې د امنیتي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي


 په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو ژوند د يو لوی ګواښ سره مخامخ دی او د مجبورۍ له امله په کورونو ناست دغه خلک د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي
 په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو ژوند د يو لوی ګواښ سره مخامخ دی او د مجبورۍ له امله په کورونو ناست دغه خلک د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وايي چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته دوی نه يوازې د امنيتي ستونزو سره مخامخ دي بلکې د معاش ګټلو وسيلې د کمېدو له امله د سخت قتصادي بحران سره هم مخامخ شوي او د خپلو کورنيو ضرورتونو پوره کوولو لپاره يو شمېر د بشري حقونو کار کوونکي په سوال کوولو مجبوره دي۔

د بشري حقونو فعالان د طالبانو حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوی د خونديتوب لپاره زمينه برابره کړل شي چې دوی په ازادۍ د معاش ګټلو لارې ولټوي۔

د افغانستان ځايي سرچينو ترمخه د طالبانو حکومت راتلو سره چې کوم د بشري حقونو کارکوونکي بې روزګاره شوي هغوی د مرګ له ويرې اوس د ځانونو لپاره معاش هم نه شي لټولی۔

په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو ژوند د يو لوی ګواښ سره مخامخ دی او د مجبورۍ له امله په کورونو ناست دغه خلک د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي۔

سیرت وویل په افغانستان کې د علما او د شهري حقونو فعالان په "مرموز شکل" کې وژل کيږي.

د فعالانو د وېنا ترمخه په 15م اګست د افغان طالبانو واکمنېدو وروسته يو شمېر د بشري حقونو لپاره کارونکو غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز په دغه هېواد کې خپلې پروژې بندې کړي او په لویه شمېره کې مېرمنې او سړي کامندان یې بې روزګاره شوي دي په دغه خلکو کې ځيني د هېواد څخه ووتل خو ګڼ شمېر اوس هم په افغانستان کې د روزګار پرته په ژوند کوولو مجبوره دي۔

د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې فاطمه احمدزۍ وي او ای ډيوه ته وايي چې د غېر دولتي ادارو بندېدو ترڅنګ په دولتي ادارو کې هم نه روزګار شته او نه معاش، نوموړې وايي هغه مېرمنې چې د خپلو کورنيو لپاره به يې معاش ګټلو اوس د خوراک څښاک سامان ته مختاجه دي۔

فاطمه احمدزۍ وایي جنګ دلاسه ډیرو کورنیو سړي بېللي او مېرمنې یې د معاش ګټلو ذمه واري په غاړه لري او خپلو اولادونه او د کورنۍ غړي ساتي خو اوس چې کار روزګارونه نیشته نو ځيني مېرمنې " دې ته اړ شوي دي چې په ډېر امتياز سره کار وکړي او ځيني دې ته خاضر شوي دي چې د سړک سرته کېښني او خېر وغواړي."

فعالانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه وي او ای ډیوه د طالبانو د ترجمان مرستيال بلال کريمي نه د وټس اېپ د لارې وپوښتل خو د هغه ځواب ترلاسه نشو

د ځالي، شنبې، په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په بلخ ولایت کې د څلورو مېرمنو فعالانو د وژل کېدو تصدیق وکړو اؤ په ټویټر یې ولیکل چې ددغه پېښې په تړاؤ دوه مشکوک کسان نیول شوي اؤ محکمې ته سپارل شوي دي. هغه د نیول شویو کسانو شناخت څرګند نکړوږ

راپورونه وایي وژل شویو فعالانو څه موده وړاندې دطالبانو په ضد مظاهرو کې برخه لرله. د دغو مېرمنو مړي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دمزار شریف څخه موندل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG