واشنګټن - په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیالې مېت کنودسن له طالبانو غوښتي چې د اریانا نیوز نیول شوي خبریالان او ورکې شوې ښځینه فعالانې دې خوشې کړي.
هغې په یو ټویټ کې لیکلي،
"له طالبانو ټینګه غوښتنه دا ده چې د نیول شویو خبریالانو او ورکو شویو ښځینه فعالانو مسلې دې حل کړي."
یوناما همدارنګه په افغانستان کې د رسنیو پر محدودیتونو باندې اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په یو ټویټ کې لیکلي، "د رسنیو او د بیان پر ازادۍ باندې اندېښنې زیاتې شوي. ملګري ملتونه له طالبانو غواړي چې خلکو ته ووايي چې ولې دوی د اریا نیوز خبریالان نیولي دي او باید د افغانانو د حقونو درناوی وکړي. مونږ په طالبانو باندې بیا غږ کوو چې د هغو ښځینه خبریالانو د ځای ځاګوټي په اړه معلومات ورکړي چې دوه اونۍ مخکې لادرکه شوي دي."
بل پلو د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو لخوا په کابل کې د اریانا تلویزیون د دوو خبریالانو نیول کېدو ته غبرګون ښودلی او د هغوی د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.
دغې ادارې ویلي، د بیان په ازادۍ باندې د دغه ډول بریدونو زیاتوالی د بیان د ازادۍ حقونو لپاره یو ستر ګواښ دی.
د اریانا نیوز خصوصي تلویزیوني شبکې مسؤلینو ویلي چې د سیاسي خپروني چلوونکی عبدالوارث حسرت او د دغه تلویزیون بل خبریال اسلم حجاب تیره ورځ د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
هغوی ویلي چې دغه دوه خبریالان د اریانا نیوز تلویزیون ودانۍ ته نژدې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوي او ناڅرکند ځای ته انتقال شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې ټینګار کړی چې طالبان پر داسې مهال د بشري حقونو مدافعین او خبریالان نیسي چې تیره اونۍ د طالبانو د حکومت استازو په ناروې کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
دغه سازمان زیاته کړې: "نړیواله ټولنه باید له طالبانو څخه وغواړي چې د بشري حقونو نقض کېدل پای ته ورسوي او هغوی تر پوښتنې لاندې ونیسي."
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلی: "د خبریالانو او رسنیو فدارسیون تل د طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتي چې خپل امنیتي سرتیري د خبریالانو له نیول کېدو څخه وګرځوي.هر کله چې د رسنیو کار کوونکي نیسي باید رسنیو ته دقیق معلومات ورکړی."
خو د طالبانو حکومت تر دې مهاله د یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د اروپا په پارلمان کې د افغان ښځو په اړه غوندې
بل پلو ټاکل شوې ده چې د اروپا پارلمان به د افغان مېرمنو د ورځو په نامه د یوې غونډې کوربتوب وکړي په کومه کې به چې افغان مېرمنې د طالبانو تر واک لاندې خپلې اندېښنې شریکې کړي.
په دې مناسبت به د اروپا په پارلمان کې د فېبرورۍ په لومړۍ او دوهمه نېټه یو شمېر غونډې وشي او په افغانستان کې په واک د طالبانو د بیا قبضې راهیسې به د مېرمنو په وړاندې له حده زیاتو اندېښنو په اړه خبرې وشي.
د افغان مېرمنو د ورځو تر نامه لاندې له دې غونډو وروسته به د لویې کچې یو کانفرانس جوړ شي په کوم کې به چې د اروپايي پارلمان غړي، وتلې افغان مېرمنې لکه د ۲۰۲۱ کال د شکروف جایزې ته فاینلستان، د بشري حقونو فعالان، د ملګروملتونو او د نورو نړیوالو ادارو استازي به پکې ګډون وکړي.
په برسلز کې د اروپايي ټولنې دغه کانفرانس ته سحرا کریمي، ظریفه غفاري، سیما ثمر، شهرزاد اکبر او حوریه مقدس هم بلل شوي.