لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو په شپږ برمته شوو خبریالانو کې یو ازاد کړی


د افغانستان پکتیکا ولایت شپږ سیمه ییزخبریالان هغه مهال د طالبانو منګلو ته ورغلل چې غوښتل یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې په یوه ورکشاپ کې برخه واخلي.

د خبریالانو د دفاع کمیټې مشرصدیق الله توحیدي نن شنبې یا خالي په ورځ امریکا غږ ډیوې ته ویلي د پکتیکا ولایت د بیلابیلو رسنیو شپږ تنه خبریال د پکتیا ولایتزرمت ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې طالبانو له ځان سره بیولي دي.

نوموړی وايي هغه خبریالان چې د زرمت ولسوالۍ په اړوند سیمه کې نیول شوي و د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په قول د خبریالانو د نیولو اقدام په تیروتنې سره شوی او په وینا یې طارق شاه ذکي یو له هغو شپږو تنو ازادو خبریالانو څخه دی چې څوشیبې وړاندې طالبانو خوشی کړی.

د ازادو خبریالانو دفاع کمیټې مشر وايي نیول شوي خبریالان بې پرې خلک دي او له چاره سره رسمي تړاوهم نه لري.

نوموړي وویل: ٫٫ خبریالان سیاسي فعالیت نه لري او نه په چاپورې تړلي دي بلکې بې طرفه خلک دي او زمونږ هیله او توقع همدا ده چې ژر ترژره پاتې نورزمونږ همکاران ازاد شي او خدای ته امید شته چې ازادیږي به.٬٬

په افغانستان کې ازاد خبریال صابر فهم د نیول شویو خبریالانو په اړه له ډیوې سره په خبرو کې وايي د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول له بشري حقونو او بیان ازادی څخه سرغړونه ده.

فهیم وايي دخبریالانو برمته کول په دې معنی ده چې دا ډله دبیان ازادی پروړاندې ستر خنډ دی او طالبان غواړي چې په رسنیو او دبیان په ازادی ویره خوره کړي.

هغه وویل: ٫٫ که چیرې دا خبریالان او زمونږ ملګري خلاص هم شي نو دا یو جنایت دی چې دطالبانو ترسره کړ او دنړیوالې ټولنې خوا دا اعمال دې تعقیب او په بشپړه توګه وڅیړل شي ځکه که چیرې دا موضوع ونه څیړل شي دافغانستان دتیرو ۱۸ کلونود لاسته راوړنو څخه چې یو هم دبیان ازادی ارزښت دی دله منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کیدلی شي.٬٬

د ازادو خبریالانو د دفاع کمیټې په داسې حال دنیول شویو خبریالانو ازادولو ته هیله ښودلې چې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ژمنه کړې ده چې نیول شوي خبریالان به بیرته ازادیږي او د خبریالانو نیول یې دخپلې ډلې دملګرو تیروتنه یاده کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG