په افغانستان کې د خبريالانو مرکز [اې اېف جی سي] ویلي، په دايکندي ولايت کې د افتاب رېډيو پخوانی مالک او ايډيټر خوشی شوی دوی يې هرکلی کوي خو ورسره یې غندنه کړې چې هغه څلور مياشتې په بند کې ساتل شوی او د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونه شوې ده.
د خبريالانو مرکز ويلي، د مرزا حسني مېرمن سکينه رحیمي تاييد کړې چې هغه په کابل کې د استخباراتي ادارې د زندان څخه د اتوار/ يکشنبې په ورځ خوشی شوی دی.
د نوموړي کورنۍ ويلي، د تير 2021 د اګست په مياشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته حسني کابل ته او بيا هرات ته تللی وو، په 24 مې هغه په هرات کې د استخباراتو په چيک پوسته نيول شوی ځکه چې د هغه د موبايل نه په ټولنيزو رسنيو پوسټونه شوي وو.
په هغه تور لګول شوی وو چې د طالبانو مخالفه ملي مقاومت جبهې يا نيشنل ريزسټنټ فرنټ دپاره يې کار کولو او هغه بيا په کابل کې بندي کړی شوی وو.
د خبريالانو مرکز د مرزا حسني د خوشي کېدو هرکلی کړی خو ويلي يې دي، په دې خواشيني دي چې هغه به په لومړي فرصت کې نه بندي کول کېدو، که چرته چارواکو ته د هغه پرضد شکايت وو، د مطبوعاتو د شکايت کمېشن ته به یې وړاندې کړی وو خبريال به یې په غېر قانونه توګه نه بندي کولو.
مرکز د طالبانو د حکومت نه غوښتي چې خبريال خالد قادري دې خوشی کړي څوک چې د مې په میاشت کې د طالبانو د حکومت ضد پروپېګنډې او بهرنيو رسنيو د کار کولو په تور نيول شوی او د يو کال دپاره بندي کړی شوی دی، ويل شوي خبريالانو ته دې ډاډ ورکړی شي چې خپل کار پرته له ويرې او مداخلې ترسره کړي.
د تازه خبريال د خوشي کولو او د خبريالانو د مرکز د بيان په اړه د غبرګون دپاره وي او اې ډيوه د طالبانو د حکومت د نظر معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
خو له دې وړاندې روان کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې په خبريالانو او رسنيو کوم داسې محدوديتونه نه دي لګول شوي چې په مالوماتو خپرولو کې سانسور وکړي.
نوموړي دا هم ويلي وو چې دوی د بيان په ازدۍ باور لري او کوشش کوي چې کومې د تاو تريخوالې پېښې شوي هغه بيا تکرار نه شي.
اې اېف جی سي په خپله وېب پاڼه ويلي، د کال 2021 د اګست په مياشت کې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی د روان کال 15 اګست پورې په يو کال موده کې په هېواد کې 130 خبريالان د لنډې مودې دپاره نيول شوي، 245 ځله د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونه شوې او په بند کې په خبريالانو تشدد شوی دی.