لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو نه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بهرنیو رسنیو په خپرونو بندیز دې لېرې کړي


 د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ښځو د حقونو د څانګې کارکوونکې هیدر بار وایي د بهرنیو مطبوعاتو په نشریانو د طالبانو بندیز به د افغانانو لپاره ډیرې ناوړې پایلې ولري چې د خپل هېواد او نړۍ د خبرونو څخه بې برخې پاته شي
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ښځو د حقونو د څانګې کارکوونکې هیدر بار وایي د بهرنیو مطبوعاتو په نشریانو د طالبانو بندیز به د افغانانو لپاره ډیرې ناوړې پایلې ولري چې د خپل هېواد او نړۍ د خبرونو څخه بې برخې پاته شي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او افغان خبریالانو په افغانستان کې د امریکا غږ، بي بي سي او ډويچه ویلې په خپرونو د طالبانو د بندیز غندنه کړې او دغه ګام یې ناوړه بللی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ښځو د حقونو د څانګې کارکوونکې هیدر بار وایي د بهرنیو مطبوعاتو په نشریانو د طالبانو بندیز به د افغانانو لپاره ډیرې ناوړې پایلې ولري چې د خپل هېواد او نړۍ د خبرونو څخه بې برخې پاته شي.

هېدر وي او ای ډیوې ته وویل "د طالبانو وروستیو کړنو ته په کتو سره چې افغانې رسنۍ یې خاموشې کړي او تر سخت فشار لاندې یې نیولي، زه دې ګام ته حېرانه نه یم خو دا به د افغانانو لپاره ډیرې ناوړې پایلې ولري چې د خپل هېواد او نړۍ د خبرونو څخه بې برخې پاته شي. او په هېواد کې دننه د بشري حقونو د پيښو په اړه به هم شفافیت نه وي کوم چې دا مهال د تشویش وړ دی."

افغان خبریالانو هم د طالبانو فېصله غندلې ده چې افغان نشریاتې ادارې به د ځینو نړیوالو مطبوعاتو خپرونې په خپلو چېنلو د هېواد دننه نه نشر کوي. د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر حجت ‌الله مجددي د دغه ګام غندنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې دې ګام ته له سره کتنه وکړي.

ښاغلي مجددي زیاته کړه "رسنۍ دي چې نړۍ یې په یو ورکوټي کلي بدله کړی او افغانستان هم په دغه نړۍ کې شامل دی نو کله چې نړیوالې رسنۍ بندیږي نو واضح ده چې د افغانستان نړۍ سره اړیکې بندیږي. زمونږ غوښتنه دا ده چې دغه لړۍ دې بېرته فعاله شي او دا به د افغانستان او نړۍ په ګټه وي."

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې کارکوونکې هیدر بار وايي دا مهال په افغانستان کې ورځ تر بله د رسنیو ازادي‌ اغېزمنه کیږي.

مېرمن بار زیاتوي "که څه هم ځینې بهرني‌ خبریالانو ته اجازه ورکول کیږي خو افغان خبریالان تر فشار لاندې دي. حتا ځینو ته وییل کیږي چې خپل ریپورټونه مخکې له نشر کیدو دوي‌ته ور وسپاري او ځکه هغوي ډیر ویریدلي. ډیری خبریالان له هیواده ووتل او ډیری رسنۍ د دغو بندیزونو او مالي‌ ستونزو له کبله وتړل شوې."

په افغانستان کې طلوع نيوز او شمشاد ټي وي په اوونۍ کې پېنځه ورځې د امريکا غږ نيم ساعته خبري خپرونې په پښتو او دري ژبو کې خپرولې.

د طالبانو د يو چارواکي په وېنا دغه ټي وي چېنلې د امريکا غږ او بي بي سي پروګرامونو نشر کولو څخه ځکه منع کړل شوي چې په پروګرامونو کې راتلونکو ښځينه کارکوونکو لباس یا جامې د افغانستان کلتور سره سمون نه خوړو.

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنې ويلي چې د مارچ په 28 مه د طالبانو د استخباراتو ادارې کارکونکو په کندهار کې د څلورو بېلا بېلو راډيوګانو په دفترونو چاپې وهلي، لږ تر لږه شپږ کارکوونکي یې نیولي او دغه راډیوګانې یې تړلي.

بل لور ته تیره میاشت د افغانستان په مېدان وردک ولايت کې د تجلا په نوم راډيو او ټلویزیون د طالب چارواکو له لورې د ځینې بندیزونو او اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه. افغان خبريال او د دې راډیو مشر نجيب الله حبيبي وايي د چېنل په بندولو او له هېواده په وتلو ومجبوره شو.

ښاغلی حبیبي زیاتوي" د طالبانو له خوا زمونږ پر نشریاتو سخت بندیزونه ولګیدل چې په کې د موسیقۍ، تفریح او ښځو پروګرامونه وتړل شوه کوم چې د دغې چېنل ۸۰٪ عواید پوره کول. "

خبریالان دغه ډول ګامونه د بيان د ازادۍ پر ضد بولي او وايي طالبان غواري چې د ځايي رسنیو په څېر بهرني مطبوعاتو هم کنټرول کړي .

شبنم دوران چې افغانستان کې خبرياله وه او په کابل د طالبانو د واکمنېدو وروسته يې خپله دنده د لاسه ورکړه او وايي مجبوره شوه چې له هېواده ووځي وايي‌ "د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو ازادي په خطر کې ده. ښځینه خبریالانې یا خو ندي‌ پاته یا هم ډیرې محدودې شوي. د خبریالانو سره د ظلم او زیاتي‌ له کبله په زرګونو ژورنالستانو خپل کارونه پریښودل."

د افغانستان د بې پولې خبريالانو د ټولنې لخوا جوړ شوی وروستی ريپورټ ښيي چې د تېر اګست 15مې نټې او طالبانو واکمنیدو وروسته تر اوسه 231 رسنۍ په افغانستان کې تړل شوي او 6400 خبريالانو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي چې پکې د 2000 نه زیات شمېر یې ښځينه کارکوونکې شاملې دي.


  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG