لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریالان د مرګ او ځورونو د ګواښونو سره مخ دي


د ژورنلستانو پرضد جرمونو کې ککړو کسانو ته داستثنا نه ورکولو لپاره هر کال په 2م نومبر نړېواله ورځ لمانځل کېږي خو په افغانستان کې خبريالان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د ژورنالستانو پرضد شويو جرمونو کې ککړو تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

د ژورنلستانو پرضد جرمونو کې ککړو کسانو ته داستثنا نه ورکولو لپاره هر کال په 2م نومبر نړېواله ورځ لمانځل کېږي خو په افغانستان کې خبريالان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د ژورنالستانو پرضد شويو جرمونو کې ککړو تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

دوئ وایي په افغانستان کې خبريالان د مرګ له ويرې او دجسماني ځورونې له امله د فشار لاندې کار کولو ته اړ دي او هم دغه لامل دی چې په یاد هیواد کې د ازاد صحافت لپاره وضعه ورځ تربلې خرابیږي۔

بلخوا د افغان طالبانو دترجمان مرستيال بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې دوئ د ميډيا په ازادۍ باور لري او هڅې کوي چې د ژورنالسټانو د ځورونې پېښې دوباره تکرار نه شي او دغه ګراف صفر ته راشي۔

دخبريالانو پر ضد جرم کوونکو ته داستثنا نه ورکولو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د خبريالانو اتحاديې او ددفاع دکميټې غړي وايي دغه هیواد کې د ژورنالستانو پر ضد جرم کوونکو ته سزا ګانې نه دي ورکړل شوي۔

په دې هکله په افغانستان کې دخبريالانو ددفاع کميټۍ مشر معيد هاشمي وي او ای ډيوه نيوز ته وايي دتېرو شلو کالو په مهال چې کوم 100 افغان خبريالان وژل شوي او نور يو شمیر په جسماني توګه ځورول شوي دي خو په دغو جرمونو کې ککړو تنانو کې يو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې۔

دنوموي په وینا هر کال د زرو نه زياتې دتاوتريخوالي،وهلو ټکولو، بندي کولو او ربړولو پېښې مخې ته راغلي دي.

ښاغلی هاشمي وایي په دغو ټولو قضیو کې 750 قضیې د ولسمشر اشرف غني حکومت په وروستیو کې څارنوالۍ ته لیږل شوې وې اؤ ستره محکمه به په دې قضیو پرېکړې کوي

هغه زیاتوي" متاسفانه نه هم د وژل شويو ژورنالستانو عاميلين پېدا شوي او نه د قانون منګولو ته سپارل شوي،همداشان نه هم چي د ژورنالستانو په وړاندې کوم تاوتريخولی او وهل ټکول ترسره شوی دي د هغې عاميلينو ته سزا ورکړل شوې ده"

په افغانستان کې د ژورنالستانو د اتحاديې نه دترلاسه شويو شمېرو ترمخه په 15م اګست د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په هېواد کې دوه خبريالان وژل شوي او خوا وشا 30 نور ځورول شوي دي۔

اتحاديه وايي په دې تازه پېښو کې ککړو تنانو ته هم د طالبانو دحکومت لخوا سزا نه ده ورکړل شوې۔

په کابل کې مشت د افغان ژورنالستانو د اتحاديي مشر رحيم الله سمندر وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو حکومت لخوا په رسنيو لګول شويو محدوديتونو او د بېلابېلو وسله والو ډلو لخوا دګواښونو له امله خبريالان نه شي کولی چې په ازادۍ سره صحافت ورکړي۔

" دټولو غټه ستونزه د نوؤ محدوديتونو ده ،دلته اوس باید دنوې کړنلارې په اساس رسنۍ فعالیتونه وکړي او د پخوا په څېر رسنۍ نه شي کولی هر څه خپاره کړي او هغه شان ازادي ولري څنګه چې یې پخوا لرله"

ښاغلی سمندر زیاتوي "دوهمه لويه ستونزه دا ده چې خبريالان ځانونه خوندي نه احساسوي د ګڼو دليلونو له امله، ځيني داسې فکر کوي چې دوئ په بیلابیلو پوزيشنونو کې تند راپورونه خپاره کړي دي او نيوکې یې کړي دي نو دوئ ويره لري چې د دوی ژوند دخطر سره مخ دی"

د افغان طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي د دوئ حکومت د ميډيا په ازادۍ باور لري او هڅې کوي چې دخبريالانو د ځورولو کومې پېښې مخې ته راغلي هغه دوباره تکرار نه شي۔

" اسلامي امارت د خبريالانو د خونديتوب لپاره ډېر ښه اقدامات تر لاس لاندې لري او هڅه يې دا ده چې د رسنيو او خبرنګارانو سره يې همغږي زياته شي او کومې پېښې چې کله کله رامخې ته کېږي هغه بيا تکرار نه شي او د پېښو ګراف صفر ته راټيټ شي"

هغه وایي دطالبانو په حکومت کې په رسنیو کوم محدوديت نه دی رامنځته شوی.

دنوموړي په وینا يوازې يو وړوکی طرزالعمل چې داسلامي امارت مسولينو ترتيب کړی هغه يې رسنيو ته سپارلی چې په هغې کې فقط دوه درې موارد راغلي وو چي رسنۍ بايد په خپلو نشرياتو کې د ملي منافعو پرضد خپرونې ونه کړي اؤ نه هم داسې نشریات وکړي چې هغه دديني او اسلامي ارزښتونو سره ټکر کې وي.

په افغانستان کې دخبریالانو دحقونو څخه ددفاع دکمیټې دشمیرو تر مخه د تیرکال له نومبر میاشتې له دویمې نیټې راهسې افغانستان کې۱۲ ژورنالستان وژل شوي اؤ د ۲۳۰ خبر یالانو سره تاو تریخوالی رامنځته شوی دی.

ددغه کمیتې د رپورټ له مخې له پورته پیښو د قتل یوه پیښه د سید معروف سادات وژنه او د تاو تریخوالي ۶۷ پیښې د طالبانو د واکمنۍ او پاتې نورې د تیر حکومت پر مهال شوي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG