لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېلابېلو هیوادونو کې د طالبانو لخوا رد شوو افغان ډپلوماټانو ویلي خپلو سفارتي خدماتو ته به دوام ورکړي


افغان ډپلوماټانو اؤ په اروپا، اسټریلیا اؤ کاناډا کې د افغانستان سفارتي ماموریتونو ویلي دوي به د طالبانو لخوا د دوي د منلو د اعلان باوجود خپلو قونصلي خدماتو ته دوام ورکوي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې هغوي په اسټریلیا، کاناډا اؤ ۱۱ اروپایي هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو اؤ کونسلګریو کې په ماموریت د بوختو ډپلوماټانو د خدماتو جواز نه مني.

د طالبانو خارجه وزارت ویلي وؤ دوي به لندن، بیلجیم، بون، اسټریا، فرانس، اټالیا، پولینډ، سویډن،ناروی، کاناډا اؤ اسټریلیا کې د افغانستان د سفارتي ماموریتونو لخوا ورکړل کیدونکي اسناد یا دستاویزات نه قبلوي اؤ نه به یې هم ذمه واري اخلي.

د طالبانو لخوا په مسترد کړل شوؤ ۱۳ سفارتي ماموریتونو کې په دندو بوخت افغان ډپلوماټان د پخواني نسکور کړل شوي جمهوري حکومت په واکمنۍ کې ټاکل شوي وؤ چې طالبانو په اګست کال ۲۰۲۱م کې په افغانستان د قبضې په صورت کې نسکور کړی ؤ.

افغان سفارتي مامورینو ویلي چې دوي به پرته له کوم خنډ خپلو خدماتو ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سفارتو اؤ کونسلګریو د تماسونو د شورا لخوا یوه اعلامیه کې ویل شوي چې "په اروپا،کاناډا کې اؤ نورو هیوادونو کې د افغانستان سفارتي ماموریتونه ژمن دي چې د ملي اؤ بین المللي قوانینو اؤ په رڼا د کوربه هیوادونو د چارواکو سره په مرسته اؤ همغږۍ به خپلو خدماتو ته دوام ورکړي".

په پولینډ کې د افغانستان مرستیالې سفیرې نګارا میرداد ویلي "زه باوري یم چې قونصلي خدمات به (دې هیوادونو کې )د نور کله په څېر دوامداره پاتې شي".

هغې ویلي د قونصلي خدماتو لپاره د کوربه هیواد له لوري اجازه ورکول کیږي اؤ دا خدمات د بین المللي کنونشنونو اؤ قوانینو له مخې ورکول کیږي.

د طالبانو د خارجه وزارت په بیان کې ویل شوي "پرله پسې یادو هیوادونو کې په سفارتي ماموریتونو ټینګار شوی چې هغوي باید کابل کې د چارواکو سره په تماس کې پاتې شي خو له بده مرغه زیاتره ماموریتونه په دې غوږ نه ګروي اؤ له مشورې پرته پخپل سر کړنې کوي چې دا له منل شوؤ اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده".

میرداد د طالبانو پرېکړه بې جوازه بللې ده اؤ ویلي یې دي "چې قونصلي خدمات په روڼ انده ډول د افغان قوانینو په اساس ورکول کیږي".

هغې ویلي "په سفارتو اؤ کونسلګریو کې کار کوونکي ډپلوماټان د طالبانو حکومت نه مني ځکه چې هغه هیڅ کورنی اؤ نړیوال مشروعیت نه لري".

د میرداد په خبره "ددې پر ځای باید طالبان د خپل حکومت داخلي قانوني بڼې ته توجو وکړي اؤ د بشري حقونو اؤ نړیوالو کنوینشنونو اؤ قوانینو په اړه دې د افغانستان ژمنو ته درناوی ولري".

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی اؤ یوازې چین په بینجنګ کې د طالبانو د سفیر اسناد قبول کړي دي.

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د مشروعیت پیدا کولو لپاره باید د طالبانو حکومت د ښځو حقونو ته درناوی وکړي اؤ افغانستان کې د ټول شموله حکومت په اړه دې خپلې ژمنې سرته ورسوي.

هر څو که د طالبانو حکومت په نړیواله کچه مشروعیت نه دی پیدا کړی خو بیا هم ځېنو هیوادونو خپل ځایي افغان سفارتي ماموریتونه د طالبانو په واک کې ورکړي دي.

پروسکال د مارچ په میاشت کې طالبانو ویلي وؤ چې هغوي لږ تر لږه ۱۴ هیوادونو ته خپل ډپلوماټان استولي دي.

تېره اونۍ د هند د خارجه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي وي چې افغانستان کې د دوي د سفارت لخوا خلکو ته ویزې ورکول کیږي اؤ د هلته نه تګ راتګ روان دی.

په هسپانیه اؤ هالینډ کې افغان ډپلوماټانو په اکتوبر کې اعلان کړی ؤ چې هغوي د طالبانو د خارجه وزارت سره اړیکې ټينګې کړې دي.

په دغو دواړو هیوادونو کې سفارتي ماموریتونه په هغه فهرست کې شامل نه دي چې طالبانو ورسره د اړیکو غوڅولو اعلان کړی ؤ.

ماسکو کې د افغانستان پخوانی د کلتور اتاشه شاه سلطان عاکفي وي او ای ته ویلي چې د طالبانو ددې تازه پرېکړه له امله به د ۱۴ سفارتي ماموریتونو په فعالیتونو هیڅ اغېز ونه شي خو دې سره به په دغو هیوادونو کې د میشتو عامو افغانانو ستونزې زیاتې شي.

عاکفي وایي "دا به د هغو افغانانو لپاره ګرانه وي چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي یا هم د خپلو اسنادو تصدیق کول غواړي ځکه چې طالبان په دغو ملکونو کې په فعالیت د بوختو سفارتي ماموریتونو خدمات نه مني".

(د وي او ای انګلش په دې رپورټ کې د امریکا غږ افغان سروس فرخنده پیماني اؤ نوشابه اشنا همکاري کړې ده)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG