لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کرکټ ليگ کې افغان لوبغاړي هم پکار وو: کامران اکمل


د پاکستان وتلي وکټ کیپر بیټسمین کامران اکمل ويلي دي د افغانستان کرکټ لوبغاړي په پاکستان کرکټ ليگ (پي ایس ایل) کې که وې نو ښه به وه.

وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې کامران اکمل وویل د دواړو هیوادونو مشران دې داسې اړېکې جوړې کړي چې د هغه ځای لوبغاړي پاکستان ته او د پاکستان لوبغاړي افغانستان ته لاړ شي:

"زمونږ حکومتونه دې داسې اړېکې جوړې کړي چې لوبې پرې نه زیانېږي"

د ډیوه ددې تپوس په ځواب کې چې د افغانستان او پاکستان هیوادونو لوبډلو تر منځه لوبې پکار دي؟ نو هغه وویل ولې نه:

" ولې نه دي پکار، افغانستان زمونږ گاونډي دی، د هند سره هم لوبې پکار دی"

هغه وویل په ورلډ کپ کې د هند او افغانستان سره ښه لوبې وشوې، اولس خوښې کړې.

د کامران اکمل په خیال که ددې هیوادونو تر منځه لوبې کیږي نو گټه به یې نه یواځې پاکستان بلکې افغانستان او هند ته هم رسي. هغه وویل:

"دافغانستان کرکټ بورډ له پکار ده چې اړېکې جوړې کړي، حکومت اړېکې جوړي کړي او حالات سم کړي "

کرونا وایرس

کامران اکمل د کرونا وایرس په حقله د یو تپوس په ځواب کې ووې چې په پي ایس ای 5 کې دا وخت ددې وایرس په وجه څه ویره ترښه نشته دی، هغه وویل

"الله پاک ساتونکی دی، مونږ په الله لوی یقين لرو، څومره چې هم ناروغۍ راشي شکر دی الله به مونږ ساتي"

هغه اوویل دا وخت په پاکستان کې یواځينی جنون د پي ایس ایل د لوبو خور دی، د وایرس خواته د چا خیال نشته دی.

د هغه نه چې تپوس وشو په پي ایس ای کې نړیوال لوبغاړي هم دي، ایا انتظامیې په دې حقله د دغو لوبغاړو سره خبرې شوي دي؟ نو هغه اوویل، نه جي، په دې حقله څه خبره نه ده شوې، نړیوال لوبغاړي بې غمه لوبې کوي.

د پېښور زلمي کپتان د ډیرن سمی په ځای وهاب رياض ولې؟

کامران د پي ایس ایل 5 په سیالیو کې د پېښور زلمي سره لوبیږي. پېښور زلمي د روان ټورنامینټ په منځ کې خپل کپتان ډیرن سمي کوچ جوړ کړو او تیز بالر وهاب رياض یې کپتان کړو.

د کپتان د بدلیدلو په حقله د یو تپوس په ځواب کې کامران اکمل وویل ډیرن سمي ډېره ښه کپتاني وکړه خو دا وخت د کپتان په بدلیدلو په لوبډله څه اثر نه دی شوې.

هغه وویل کپتان بدلول د انتظاميې کار دی، خو وهاب ریاض تکړه دی او د کپتانۍ صلاحیت پکې شته دی.

پي ایس ایل په پېښور او کوټه کې ولې نه کیږي

په پاکستان کې د پي ایس ای لوبې یواځې په لاهور، کراچۍ، پنډۍ او ملتان ښارونو کې کیږي. د کامران اکمل په خیال راروان کال کې به د پېښور او کوټه په میدانونو کې هم لوبې وشي.

د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې د خبریال رحمان بونيري د کامران اکمل سره مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

په پاکستان کرکټ ليگ کې افغان لوبغاړي هم پکار وو: کامران اکمل
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00


  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG