لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: په افغانستان کې د تشدد ورستۍ څپه په افغان ټولنه برید دی


اشرف غني
اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې په هېواد کې یې د تشدد ورستۍ څپه پر افغان ټولنه یو منظم برید دی.

افغان صدر غونډې ته د د ویډیو لېنګ له لارې وویل په هېواد کې یې د تشدد په ورستۍ لړۍ کې ښځي، نارینه، مدني فعالان او نور وګړې په هدف کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه په جېنیوا کې پیل شوه چې پکې به د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په هڅو د کرونا وایرس په اغېز غور کیږي.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې مشر کینیت روت وویل د ملګرو ملتونو شورا باید د دې جاج واخلي چې څنګه حکومتونه د کرونا وبا، د خپل واک ټینګولو او د مخالیفینو پر ضد د پلمې په توګه کاروي.

نوموړي د هنګري د وزیراعظم مثال ورکړ چې له پارلمان پرته یې حکومت و نیوۍ، دا ډول د ده په وینا د یوګنډا په ورستیو ټاکنو کې هېواد مشر خپل مخالفه ډله د کامپېن څخه لیري ساتلو لپاره د کرونا پلمه استعمال کړه، خلک یې و نیول او مرګانی تشدد یې وکړ.

د غونډي په محال به د شورا ټولنیزه برخه د مرګ په سزاګانو، د ماشومانو او معذوره کسانو د حقونو په خوندیتوب غور کېږي او په بېلا بېلو هېوادونو کې به د بشري حقونو د وضعې جاج اخستل کېږي.

د شورا په اېجنډا باندي د میانمار د پوځي کودتا په اړه خبري هم شاملې دي، بېلا روس، وېنیزوېلا، ایران، شمالي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونو کې به د بشري حقونو د سرغړونو جاج اخستل کېږي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا د صدر جو بایډن د دې پریکړې هرکلی کړی چې د بشري حقونو له شورا سره یو ځای شوی. دغه شورا درې کاله وړاندي د د صدر ټرمپ انتظامیې پرې ایښې وه.

دوی ویلي چې هیله لري امریکا به په ټوله نړۍ کې د نړیوالو ازادیو او د قانون د واکمني لپاره خپل توانا رول ولوبوي.

غونډي ته به د 130 هېوادونو استازي او د نهو هېوادونو مشران د ویډیو لینک له لاري وینا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG