لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې په پرلت ناست افغان کډوال: "دا وخت هيڅ شناخت نه لرو"


ذهره واحدي اختري
ذهره واحدي اختري

د افغانستان څخه کډه شوي د سلګونو په شمېره کې کډوال چې دا وخت د پاکستان پلازمينې اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناست دي، وايي "دا وخت ځان بې شناخته کډوال بولي".

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هېواد پرېښودونکي افغانان په داسې حال کې ځان بې شناخته کډوال بولي چې نن په 20 جون په ګرده نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل کيږي.

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په احتجاجي پرلت ناسته زهره واحدي اختري وي او اې ډيوه ته وويل، هغه او د سوونو په شمېره کې هغه افغان کډوال چې خواوشا اووه مياشتې وړاندې د کابل څخه راوتلي او بهر هېوادونو ته يې تلل غوښته، په اسلام اباد کې ګېر شوي دي او د 67 ورځو نه په احتجاجي پرلت ناست دي.

د طالبانو د راتګ وروسته افغانان ولې کډال شو؟

زهره ځان د ښځو د حقونو فعاله معرفي کوي او وايي په کابل کې په بېنک کې منېجره وه او د ښځو د حقونو دپاره يې مبارزه کوله او احتجاجونه يې کول د خطرسره مخ وه.

هغې وويل دوه ماشومانې لوڼه لري، يوه په لسم او بله په 11م ټولګي کې زده کړې کوي د دوی په خاطر يې وطن پرېښود او کډوال شو.

اغلې زیاته کړه امريکا، برتاينه، کېنېډا، اسټريليا او نورو هېوادونو ورسره لوظ کړی وو، چې د افغانستان نه دې ووځي، دوی به ورته لار برابره کړي، او بهر به يې اوباسي خو اوس ورته ځواب نه ويل کيږي.

په اسلام اباد کې ولې پرلت کوي او کومې ستونزې لري؟

زهره دعوه کوي نزدې 1500 افغان کډوال چې پکې ښځې، ماشومان، او نارينه چې پکې د پاخه عمر بوډاګان هم شامل دي، دا وخت په اسلام اباد کې دي او زياتره يې په احتجاج سر دي او د سختو مشکلاتو سره مخ دي، لکه د خرڅ خوراک سره د ماشومانو تعلیم يې برباد شو، که څوک ورته ناروغه شي روغتون ته نه شي تلی، او په هر ډول مشکلاتو کې راګېر دي.

هغې وويل دې ته په تمه دي چې کله به ووځي او په دې اسره ناست دي چې يو ملک خو به يې تپوس وکړي او بهر به ووځي.

ذهره زیاته کړه په اسلام اباد کې ځکه پرلت کوي چې پاکستان په نړيوالو فشار واچوي چې دغو افغانانو ته د بهر وتلو دپاره لاره جوړه کړي او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو په اداره [يو اېچ سي ار] زور راولي چې د دغو کډوالو مرستې وکړي، او بهر يې اوباسي.

اغلې تور ولګوو يو اېن اېچ سي ار يې پوښتنه نه کوي، او زیاتوي اوس په داسې حال کې يو چې په مينځ کې ګېر يو، هيڅ شناخت نه لرو.

يو اېن اېچ سي ار څه وايي؟

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې [يو اېن اېچ سي ار] وياند قېصر اپريدی وايي، د 2021 د جنورۍ نه وروسته پاکستان ته د افغانستان نه د دوه د نيم لکه پورې کډوال پاکستان ته راغلي چې زياتره يې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته راکډوال شوي دي.

هغه وويل په پاکستان کې 13 لکه کډوال هغه دي چې د وړاندې نه د یو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ دي چې زیاتره پکې په خېبرپښتونخوا کې مېشت دي او پاتې 15 لکه هغه کډوال دي چې پکې د اته لکه پورې پاکستان رجسټرډ کړي وو او په دې دوه نيم لکه کې چې د تير کال راهسې پاکستان ته راغلي دي دوی ته پناه اخستونکي ويل کیږي، حکومت ورته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

د وي او اې ډیوه په بي بي شيرينه پروګرام کې ښاغلي اپريدي وويل، دوی مني چې دغه کډوال ستونزې لري او دوی [يو اېن اېچ سي ار] د پاکستان د حکومت سره خبره کوي چې د دغو کډوالو شناخت وشي چې اسناد ورته برابر کړی شي او دوی په دغه لړ کې خوشبينه دي چې د کډوالو مسله به هواره کړی شي.

نوموړي زیاته کړه دوی د کډوالو سره ولاړ دي، دوی ورله ورغلي، مشکل يې ترې معلوم کړی خو دغه کډوال اصل غوښتنه د نړیوالې ټولنې څخه ده، بل دا چې پاکستان هم د دغو کډوالو په اړه لا پرېکړه نه ده کړې.

د کډوالو په اړه د پاکستان نظر

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف نن د کډوالو په نړیواله ورځ ویلي، د جنګونو او شخړو تر ټولو بدې اغېزې په کډوالو دي، دوی يې د بې وزلۍ او اقتصادي نابرابرتيا سره مخ کړي دي.

هغه په ټویټر ويلي، د شام څخه د فلسطين او د افغانستان پورې د کډوالو حالت نوې پاليسۍ او توجه سره د سرچينو د اړتيا تقاضه کوي. نړۍ دې د هغو هېوادونو مرستې وکړي څوک چې د زرګونو په شمېره کې د کډوالو کوربه توب کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG