لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال په نا اشنا خاوره د قانوني او کلتوري چیلنجونو سره مخ دي


په جنسي تیري تورن تن د امربکا د ویسکانسن په واسو ښار کې د نویو راغلیو افغان کډوالو مشر ؤ او په سیمه ییزو رسنیو کې ورته د امریکا د دوست خطاب ورکول شوی ؤ، دده په هکله ویل کیدل چې دی په افغانستان کې د طالبانو له خوا ځورول شوی ؤ. ده دلته منصوبه لرله چې خپلې نوې افغان ټولنې ته د افغاني خوراکونو یو ریستورنټ پرانېزي.

دا سړی د خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره د کرايي په یو اپارټمنټ کې اوسېدلو چې څه کم دوه میاشتې وروسته د څلورمې درجې د جنسي تېري په تور کې ونیول شو.

د واساؤ د پولیسو د څانګې تر مخه د جنسي حملې ښکار شوې یوه ښځه وه چې ددغه تن په امربکا کې د قانوني استوګنې په لړ کې ېې ورسره مرسته کوله.

که څه هم هغه په ضمانت خوشې شوی دی، خو دغه 40 کلن تن په ځان د تورونو په هکله څه نه دي ویلي او نه یې د وي او ای پوښتنو ته ځواب ورکړی.

لکه څنګه چې د امریکا په عدالتونو کې قانون دی تر هغې به دی بې ګناه ګڼل کیږي تر څو چې مجرم ثابت نه شي.

د تېر اګست په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د افغان حکومت له ړنګېدو راهیسې په لسګونو زره افغانان د دې وېرې له کبله امریکا ته کډه شوي چې ښايي د طالبانو له خوا په نښه شي.

مرستندویه ادارې وايي چې ډیری نوي راغلي کډوال په لومړي سر کې د کور او کارموندنې مشکلاتو سره مخ دي ځکه چې دوی د امریکا په ټولو ټولنو کې بیا له سره نوی ژوند شورو کوي.

ځینې یې دا وخت د کلتوري شاک (غټ بدلون) څخه هم تېرېږي ځکه چې دوی په امریکا کې د ژوند د نویو پیچلتیاو سره اشنا کېږي.

په امریکا کې د ایتوپیا د ټولنې پرمختیایي شورا ECDC) ویاندې ،ایملي ګیلکینسن وایس اف امربکا ته وویل:

"[موږ] پوهیږو چې داسې څه رپورټونه راغلي دي چې له افغانستانه کډوال شوي دلته د خپلمنځي تاوتریخوالي سره مخ دي."

د اي سي ډي سي اداره په ویسکانسن او نورو ریاستونو کې د شاوخوا 6,000 افغان کډوالو په بیا میشته کولو کې مرسته کړې ده.

په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا استوګنې په چارو کې دخیل درېیو مرستندویه ادارو ویلي چې دوی د داسې پیښو هیڅ ریکارډ نه لري.

وایس اف امریکا البته د 2021 د سپټمبر راهیسې د څلورو افغان کډوالو په اړه عامه راپورونه موندلي چې د تاوتریخوالي او جنسي تیري په تور نیول شوي دي.

د امربکا د بیا استوګنې په پروګرام کې یو مهم توکی د نوي کلتور پېژندنه ده. د لوتران د مهاجرت او مهاجرینو د خدماتو (LIRS) رییس کریش اومارا ویګناراجه وویل:

"موږ نویو راغلو کډوالو ته دکلتور په بابله کره او چټک درسونه ورکوو."

د ټولګي یا د درس وخت د 30 څخه تر 60 مینټونو پورې وي چې پکې د روغتیا پاملرنې، کارموندنې، شخصي مالي حساب، ترانسپورټ، خوندیتوب، تعلیم او نورو موضوعاتو په هکله پوهه ورکول کېږي.

په ویسکانسن کې یو افغان کډوال چې غوښتل یې خپل نوم ونه ښیي وویل چې د هغه د کلتوري پوهنې ټولګي یا کلاس لنډ وو او ډېر پام یې په فرضي ( های پوتېټېکل) ښوونې ته ؤ.

"زه فکر کوم چې عملي زده کړه ډېرې مهمې دي. زموږ څخه ځینې به کلتوري مشورې ته حتا په خپلو نویو کورونو کې اوسیدلو په وخت هم اړتیا لري”

یوه افغان کډوال عطاالله رحماني وویل:

«ما هیڅکله د امریکایانو په شان سخی او مهربانه خلک نه دي لیدلي. “

افغان کډوال په یو داسې وخت کې امریکا ته راروان دي چې FBI یو رپورټ کې وايي د کرکې سره تړلي جرمونو کې زیاتوالي راغلی په ځانګړې توګه د اشیا د خلکو سره.

که څه هم د کرکې د جرمونو د پیښو په اړه کوم مجموعه معلومات شتون نلري چې افغان کډوال پکې ښکیل دي، البته ځانګړي رپورټونه شته دی.

د ځايي مطبوعاتو تر مخه د جنوري په وروستیو کې FBI د کینټکي په اوونسبورو کې د دوو افغان کډوالو په ضد په تورنه توګه د نفرت د جرمونو تحقیقات پیل کړل.

په یوه بله پېښه کې، تېر کال په میشیګن پوهنتون کې د "افغان کډوالو د ښکار اجازت نامه" پیغام لرونکی سټیکر لیدل شوی و.

دوه کډوال چې شاوخوا دوه میاشتې یې د نیو جرسي په فورډ ډیکس کې د دوی د بیا استوګنې په مرکز کې وو وویل چې دوی په امریکا کې د نژادي او مذهبي حساسیتونو په اړه لیکچرونه اخستی دي. احمد محب امریکا غږ ته وویل:

"هغوی موږ ته داسې نښې نښانې وښودلې چې د سپین پوستکو د بالادستۍ غمازي کوي او راته یې ویل د دې خلکو څخه لرې پاتې شوو"

د کورني تاوتریخوالي ځان ځانله پیښې لومړی د امریکا په نظامي اډو کې د مهاجرینو په عارضي مرکزونو کې رپورټ شولې.

د بیا استوګنې د ادارو د رپورټونو تر مخه په ځیني ځایونو کې د کورني تشدد پېښې هم رپورټ شوي .

تمنا کوهستاني، چې په دسمبر کې له خپل میړه او دریو ماشومانو سره په ویرجینیا کې میشته شوې، وویل:

"زموږ اصلي ستونزه ژبه ده."

"دلته په انګلیسي نه پوهیدل داسې دي لکه موږ په هیڅ نه پوهیږو او نه مونږ څه ویلی شو.

(دا رپورټ د وي او ای انګریزي څانګې لپاره اکمل داوي لیکلی ؤ چې مونږ یې ستاسو لپاره ځیني برخې پښتو ته وژباړلې)

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG