لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو په خپلو ځینو مشرانو د امریکې د نوو پابندیو مخالفت کړی


د طالبانو خارجه وزارت وویل په طالب مشرانو د بندیزونو په اړه امریکې دغه فېصله په داسې حال کې کړې ده تېره هفته امریکايي او طالب چارواکو په قطر کې په قریباً ټولو اهمو مسلو خبرې وکړې
د طالبانو خارجه وزارت وویل په طالب مشرانو د بندیزونو په اړه امریکې دغه فېصله په داسې حال کې کړې ده تېره هفته امریکايي او طالب چارواکو په قطر کې په قریباً ټولو اهمو مسلو خبرې وکړې

د افغانستان د طالبانو حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په ځینو طالب مشرانو د امریکې نوي پابندۍ د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقاتو ته د ودې ورکولو مخه نیسي.

د امریکايي اقدام په اړه د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې وویل داسې ډول فېصلې په دوه اړخيزو تعلقاتو منفي اثر غورځوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر اېنتني بلېنکن د نهې، سه شنبې، پهورځ نتونيو بلينکن په ټويټر وویل امریکا د هغه چا خلاف د بندېزونه لګوي چې په افغانستان کې د ښځو په ځورلو کې لاس لري. "مونږ په طالبانواو نورو فشار دوامداره ساتو چې د ښځو او جينکو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو، بنيادي ازادۍ او د تعليم حقونو ته درناوی ولري."

د طالبانو د خارجه وزارت بیان وویل د دوه اړخیزه مسلې دې د سفارتکارۍ دلارې حل کړی شي او د داسې فېصلو نه دې ډډه وکړی شي چې د افغانستان او د امریکې به مفاد کې نه وي.

د طالبانو خارجه وزارت وویل په طالب مشرانو د بندیزونو په اړه امریکې دغه فېصله په داسې حال کې کړې ده تېره هفته امریکايي او طالب چارواکو په قطر کې په قریباً ټولو اهمو مسلو خبرې وکړې.

بلېنکن وویل د بندیزونو ښکار طالب مشرانو په نژدیو خپلوانو هم پابندۍ لګول کېزي. هغه د نورو حکومتونو نه هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو په ضد دې د امریکې په څېر ګامونه پورته کړي.

بلېنکن وویل د تېر یو کال نه د زیات وخت راهسې دا سخت حقیقت لیدل کېږي چې افغانستان د دنیا یوازنی ملک دي چې د شپږم جماعت نه بره جینکۍ په منظم ډول سکول ته د تګ نه منع کړی شوي دي.

هغه وویل د افغانانو د حقونو د تحفظ د لوظونو برعکس د طالبانو د تګلارو او فېصلو په نتیجه کې افغان مېرمنې د تعلیم، کاروزګار او په سماجي ژوند کې د برخه اخیستلو نه منع کړی شوي دي.

طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي دا د افغان ثقافت او د اسلامي تعلیماتو سره سمون خوري. د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي او د طالبانو د حکومت په مهال د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تقنید طالبان د مغربي مطبوعاتو پروپګېنډه بلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG