لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو غوښتلي په ځینو طالب مشرانو دې د سفر پابندۍ ختمې کړی شي


افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچې ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د فریقېنو ترمنځ د امن معاهده لاس لیک کړه
افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچې ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د فریقېنو ترمنځ د امن معاهده لاس لیک کړه

د افغانستان طالبانو غوښتلي په سفارتکارۍ کې د پرمختګ دپاره دې په ځینو طالب مشرانو د سفر پابندۍ ختمې کړی شي.

طالبانو دغه غوښتنه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د متحده قومونو د امنیتي شورا یا سېکیورټي غړي هېوادونه په دې نه دي صلاح شوي چې ایا طالب مشرانو ته د سفر د بندیز نه استثنا ورکړی شي او که نا؟

د طالبانو موقتي خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په شمول 13 طالب مشرانو ته په قطر کې د امن مذاکراتو کې شرکت دپاره په سفر بندیز کې د ورکړی شوي استثنا مېعاد د جمعې په ورځ سر ته ورسېدو او د سيکورټي کاونسل غړي متفق نشول چې د استثنا مېعاد وغځوي او که نا؟

په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین وي او ای ته وویل په طالب مشرانو د سفر بندیز داسې دی چې د رابطو او خبرو دپاره دوازه وتړل شي. "په پرامنه طریقه د مسلو حل کولو په لاره کې دا یو خنډ دی."

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د سېکیورټي کاونسل د کال 2011 د یو قرارداد ترمخه د طالبانو په 135 مشرانو د بندیزونو کې د دوی اثاثې منجمد کړی شوي او د سفر پابندي پې لګول شوي ده.

د امریکې او نورو ملکونو سره په امن مذاکراتو کې د طالبانو د شرکت دپاره په سفري بندیزونو کې 13 طالب مشرانو ته استثنا ورکړی وه. سېکیورټي کاونسل به په باقاعده ډول د دغه استثنا مېعاد غځولو.

د تېرې جمعې په ورځ د 13 طالب مشرانو د استثنا مېعاد ختم شو او مغربي ملکونو دا تجویز رد کړو چې دغه استثنا دې خود په خود یا اټومېټېکلي نوي کېږي. د مغربي ملکو دریځ دی چې د انساني حقونو او مېرمنو د حقونو په اړه د خپلو لوظونو نه په شا شوي دي او ټول شموله حکومت یې هم نه دی جوړ کړی. مغري ملکونه وايي طالبان د وسله والو په مخنیوي کې هم ناکامه شوي دي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

د وي او ای د رپورټ ترمخه امریکا او اتحادیانو یې دا تجویز وړاندې کړی چې د هغو طالب مشرانو شمېره دې کمه کړی شي چې په سفري بندیز کې ورته استثنا ورکړی شوي او سفر دې یې صرف تر قطر پورې محدود کړی شي چېرته چې په تېرو څو میاشتو کې امریکايي مامورینو د متقي په مشرۍ کې د طالب استازو خبرې کړي دي.

چین او روس وايي ټول13 طالب مشرانو ته دې بغیر څه محدودیت د سفر اجازت ورکړی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه چینايي مامورین دریځ لري چې د طالب مشرانو د سفر مسله دې د انساني حقونو سره و نه تړل شي، وايي دا څه ګټه نه لري.

سهیل شاهین وي او ای ته وویل امید کوي چې هر څوک په دې اهم پړاو د "سفارتکارۍ او مکالمې" په ضرورت پوهه شي. "د یادونې وړ ده چې مونږ د هغو د کوښښونو ډیره ستاینه کوو چې د سفر په بندیز کې د استثنا ملاتړ کوي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه ترڅو د سېکیورټي کاونسل غړي څه موافقې ته نه وي رسېدلي، د متحده قومونو د بندیزونو په فهرست موجود طالب مشران د ملک نه بهر سفر نشي کولی.

رپورټ وايي په طالب مشرانو د سفر د بندیز باوجود، په واشنګټن کې د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان طالبانو سره د روابطو په اهمیت ټینګار وکړو.

ترجمان وېدنت پاټېل وویل که څه هم په طالب مشرانو د سفر په بندیز کې د استثنا مېعاد د اګست په 19 نېټه ختم شوی خو په دې اړه په سېکیورټي کاونسل کې خبرې دوام لري او فېصلې دپاره د کاونسل د غړو ترمنځ د اتفاق رای ضرورت دی.

پاټېل وویل "په عمومي توګه مونږ طالبانو سره په محدوده کچه د ښکیلتیا ضرورت وينو چې د افغان ولس مرسته وکړی شي او موندلي مو دي چې په دریمو ملکونو کې (د طالبانو سره) مخامخ خبرې زمونږد مفاداتو د پرمختګ، د قامي امنیت مفاداتو د پرمختګ دپاره ګټه ورې ثابثتې شوې دي."

په افغان جینکو د تعلیم د دوامداره بندیز په سر د طالبانو د کابیني دوو غړو نه په سفر د بندیز استثنا بېرته واخیستل شوه.

تېره میاشت امریکايي مامورینو په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري په ډرون حمله کې د وژل کېدو اعلان وکړو چې له امله یې د طالبانو په دې لوظونو پوښتنې راپورته شوي دي چې په خپله خاوره به وسله وال نه پرېږدي.

څېړونکي وايي طالبانو د خپلو لوظونو نه په شا کېدل به د امریکې په شمول نورو ملکونو دپاره ګرانه کړي چې د افغانستان منجمد اثاثې بېرته افغانستان ته ورکړي.

د سټېټ ډپارټمنټ پخوانی مشری بارنېټ رووبېن وايي طالبانو داسې څه نه دي کړي چې په سیاسي توګه امریکې دپاره اسانه کړي چې د افغانستان کنګل اثاثې بېرته افغانستان ته ورکړي ځکه چې د جینکو په ثانوي تعلیم په بندیز دی او د القاعده مشر د کابل په مرکز کې وموندل شو.

په افغانستان کې د بشري بحران د حل په موضع یوې مباحثې ته روبېن وویل د طالبانو دغه ټول اقدامات څرګندوي چې د نړۍ سره تعلقات بهتر کول د دوی ترجیح نه ده.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG