لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د غزنی په اجرستان ولسوالۍ د طالبانو محاصره ماته شوي ده


چارواکو ویلي،دافغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په شویو جګړو کې تر دې دمه ۱۸ امنتیي سرتیري وژل شوي اود ۲۰ تنو طالبانو دمړو جسیدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

دغزني والي ویاند اصف نوري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي له تیرو دریو ورځو راهسې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ دطالبانو لخوا ترمحاصرې لاندې وه.

نوموړي زیاته کړه داتوار، یکشتبې، په ورځ غرمه یولس بجې افغان کمانډو ځواکونه چې هوايی ملاتړ هم ورسره دی اجرستان ولسوالۍ ته رسیدلي، په ولسوالۍ دطالبانو کلابندي یې ماته کړې او دا مهال جګړه د ولسوالۍ شاوخوا د مامد خیل، صامراد خیل په ګډون په شپږو کلیو کې روانه ده.

په ورته وخت کې دغزني ولایتي شورا غړي خالق داد ویلي دطالبانو تیره شپه دا جرستان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ودنۍ او همدا اراز په دې ولسوالۍ کې ګن شمیر امنیتي پوستې ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي.

طالبانو هم ادعا کړې چې اجرستان ولسوالۍ یې نیولې او افغان امنیتي ځواکونو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا څرګندونې دغزني والي ویاند اصف نوري په کلکه رد کړې خو دایې وویل چې په دې ولسوالۍ د طالبانو پراخ بریدونه له تیرو دریو ورځو راهیسې دوام درلود.

هغه زیاته کړه:((له تیرو دریو ورځو راهیسې په اجرستان ولسوالۍ دطالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده له نیکه مرغه تازه دمي افغان کمانډو ځواکونه اګرچې په څنډ را ورسیدل نن یولس بجې اجرستان ولسوالۍ ته رسیدلي او په ولسوالۍ دطالبانو محاصره یې له ماتې سره مامخ کړې ده او د ولسوالۍ شاوخوا شپږو کلیو کې چې دطالبانو پرضد سیمه ییز پولسو جګړه کوله دا مهال دپولیسو لیکې پیاوړې شوي دي.))

دغزني والي ویاند زیاته کړه په اجرستان ولسوالۍ دطالبانو دبرید له پیل سره سم ۱۸ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي اوهمداراز د ۲۰ تنو طالبانو دمړو جسدونه د شوې جګړې په سیمه کې پاتې دي .

نوري وايي په دې جګړه کې ۱۳ تنه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوی دی ،۶ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

غزني دافغانستان له مرکزي ولایتونو څخه شمیرل کیږي ،۱۸ ولسوالۍ لري اود دې ولایت نوبهار ولسوالۍ له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې دطالبانو تر ولکې لاندې ده او دپاتې له ۱۷ ولسوالیو څخه ۱۰ ولسوالۍ دطالبانو تر لوړامنیتي ګواښ لاندې دي او چارواکي یوازې د ۷ ولسوالیو امنیت د ډاډ وړ ګڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG