لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس له امله په رخصت د پاکستاني مدرسو زدکونکي طالبانو جنګ ته جلب کړي، افغان چارواکی وايي


د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج دغه خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل د پوځ مشر بسم الله وزیري او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ترڅنګ مشترکه خبري غونډې ته وکړه
د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج دغه خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل د پوځ مشر بسم الله وزیري او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ترڅنګ مشترکه خبري غونډې ته وکړه

د افغانستان د استخباراتي ادارې یا ملي امنیت مشر ویلي افغان طالبانو د پاکستاني مدرسو ګڼ شمېر زدکوونکي چې دا مهال د کرونا وایرس له امله په رخصت دي په افغانستان کې جګړې ته جلب کړي دي.

د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج دغه خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل د پوځ مشر بسم الله وزیري او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ترڅنګ مشترکه خبري غونډې ته وکړه.

دغو افغان مامورنیو د طالبانو په ضد د جنګي عملیاتو په موضوع په داسې حال کې خبرې کولې چې هم د ګل، دوشنبې، په ورځ طالبانو په غزني ولایت کې د استخباراتي ادارې په دفتر په ځانمرګي حمله کې د استخباراتي ادارې اووه مامورین او په تخار ولایت کې د طالبانو ضد د ځايي ملېشې اووه غړي ووژل.

په افغانستان کې د تشدد د ورستیو پېښو وروسته افغان صدر اشرف غني امنتي ځواکونو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د جنګي عملیاتو امر کړی دی.

د کابل په خبري غونډه کې د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج وویل په پاکستاني مدرسو کې د کرونا وایرس له امله د رخصتیو کې طالبانو ګڼ شمېر زدکوونکي په افغانستان کې جنګ ته جلب کړي دي.

د ملي امنیت مشر وویل طالبانو د القاعده، تحریک اسلامي ازبکستان، تحریک ترکمنستان شرقي او پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکرطیبه سره همکاري زیاته کړې ده او د دغو ډلو وسله وال هم د طالبانو په صفونو کې جنګیږي. "په پاکستان کې دمدرسو له تړل کید وروسته په زیات شمیر د دې مدرسو خلک افغانستان ته راغلي اودجګړو په لیکو کې شامل شوي اوجګړې ته چمتوالی لري او هغه بدلونونه چې دطالبانو په نظامي رهبرۍ کې دکویټې شورا اوهم یې په ولایتي برخو کې راوستې مسله ډیره روښانه ده چې هغوی په سولې فکر نه کوي اویوازې په جګړې فکرکوي."

احمد ضیا سراج وویل د طالبانو حقاني ډله د داعش خراسان څانګې سره همکاري کوي.

دغو افغان مامورینو وویل داسې ښکاري چې طالبانو د اوړي د موسم جګړه شروع کړې ده خو په دې اړه یې رسمي اعلان نه دی کړی. دوی وویل د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې د لاس لیک کېدو نه وروسته طالبانو په افغانستان کې ۳۸۰۰ حملې کړي دي. دوی وویل د طالبانو په دې بریدونو کې۴۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۹۰۶ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

تیره هفته د کابل د ماشومانو په یو هسپتال حمله کې ۲۴ کسان او په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو حمله کې ۳۲ کسان ووژل شو. داعش د ننګرهار د حملې ذمه واري منلې ده. طالبانو په دغو حملو کې د لاس نلرلو خبره کړې وه.

د دغو حملو وروسته صدر اشرف غني افغان امنیتي عسکرو ته د طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د حملو امر وکړو. د امریکې د طالبانو د امن معاهدې نه وروسته افغان امنیتي ځواکونو دفاعي دریځ خپل کړی و.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه افغان پوځي، استخباراتي او امنیتي چارواکو د ګل، دوشنبې، د ورځې خبري غونډې ته وویل افغان ځواکونه سولې ته د رسیدلو لپاره جنګیږي.

اشنا په خپل رپورټ کې وویل افغان پوځ لوی درستیز (مشر) جنرال وزیري خبري غونډې ته وویل" مدافعه د جنګ یا محاربې هغه ډیر مجبور وضعیت دی. د جمهور رئیس غني له خوا د تعرضي عملیاتو د امر وروسته په ټول افغانستان کې تعرضي عملیات پیل شوي چې په بدخشان، بلخ، فاریاب او پکتیا کې وسله والو طاالبانو ته زیاته مرګ ژوبله رسیدلې ده."

د طالبانو ترجمان ‌‌ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري ومنله. ای پي وايی د غزني ولایت زیاتره کلي واله سیمه د طالبانو د ولکې د لاندې ده او په نژدې کلونو کې یې په ولایتي مرکز چې هم د غزني په نوم یادیږي د لږ وخت دپاره قبضه کړې وه. ذبیح الله مجاهد د حمله کوونکي پیژندګلو د زېد کندهاري په نوم وکړه.

د ای پي خبري اداره ترمخه طالبانو وویل د غزني حمله یې د دوی په ضد د افغان حکومت د جنګ د اعلان په ځواب کې کړې ده.

په تخار ولایت کې د طالبانو ضد ځايي مېلشې اووه غړي د طالبانو په حمله کې وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دي. د تخار د پولیس ترجمان خلیل عاصر د ولایت به ینګي ولسوالۍ کې د حملې تصدیق کړی دی.

په غزني او تخار ولایتونو کې طالبانو په داسې حال کې حملې کړې دي چې یوه ورځ وړاندې افغان صدر اشرف غني او د هغه حریف عبدالله عبدالله د خپلو اختلاتو د ختموولو او د واک شریکوولو دپاره معاهده لاس لیک کړه.

د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمخنځ د سولې معاهده د لاس لیک کیدو وروسته ټاکل شوي وه چې د افغان حکومت او د طالبانو په شمول بین الافغاني مذاکرات به شروع شي خو د څیړونکو په نظردغه بهیر د صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله د اختلافات له امله ځنډېدلی و.

د دواړو د لوظنامې وروسته د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د اشرف غني او د عبدالله عبدالله سره په ټېلې فون خبرې وکړې او د دوی ترمنځ د مفاهمت ستاینه یې وکړه. خو مایک پامپېیو بین الافغاني مذاکراتو کې په ځنډ د افسوس څرګندونه وکړه او ویې وېل په دې لړ کې د وخت زیان شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG