د افغانستان صدارتي ماڼۍ اعلان کړی چې د حقاني ډلې او طالبانو هغه درې غړي چې په نژدیو ورځو کې د خوشي کولو اعلان شوی وو لا هم د افغان حکومت سره بندیان دي.
د نهې/سې شنبې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني اعلان کړی ؤ چې د حقاني شبکې د مشر کشر ورور، انس حقاني او دوه نور طالبان، حاجي مالي خان او حافظ رشید په مشروط ډول آزادوي، او په بدل کې به یې طالبان د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه تښتول شوي استاذان خوشې کوي.
د افغانستان صدر اشرف غني ویاند ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو سره د طالب بندیانو تبادله ځنډیدلې. ښاغلي صدیقي د دغې دلیل د طالبانو له لخو د شرطونو نه پوره کول ښودلي.
په خپل فیسبوک خپوړ کړي یو پېغام کې ښاغلي صدیق صدیقي لیکلي: "د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب شوي دي."
نوموړي زیاته کړې: "د افغانستان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هیواد د گټو او مصالحو په رڼا کې به اقدام وکړي." خو ښاغلي صدیقي دا ندي ویلي چې د طالبانو ډلې پدې هکله کوم شرطونه نه دي پوره کړي.
تیره ورځ د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وي او ای ته ویلي وو چې د بنديوانو تبادله د اوس د پاره ځنډېدلې او دا پوښتنه بايد د امریکايي چارواکي نه وشي چې ولې يې خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
د بنديوانو په تبادله کې به دوه بهرنیان امریکايي کيون کنګ او د اسټریليا ټيموتي ويکس چې د کال ۲۰۱۶م راهسې د طالبانو په بند کې دي، هغه به خوشي شي.
د بهرنيانو په بدل کې به د طالبانو د مهم بنديوان انس حقاني څوک چې د طالبانو د عملياتو د مرستیال مشر سراج الدين حقاني کشر ورور دی هغه به د باګرام زندان څخه خوشی شي.
امریکا تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو بیانونو ته ځواب نه دی ویلی.
د وي او ای اشنا په مننه!