په افغانستان کې واکمنو د پاکستان د دفاع وزیر بيان "د اوبو خړولو هڅه" بللې او ويلي يې دي که "څوک یې هم د حريم تجاوز وکړي، د نتيجو زمه واري به په خپله غاړه وي".
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف درې ورځې وړاندې ويلي وو، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.
په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ویلي، "د پاکستان د دفاع وزير وروستۍ څرګندونې يو ناسنجيده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده، او د پاکستان مشرتابه ته پکار ده، هيچاته اجازه ور نه کړي چې په حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت پاروونکې څرګندونې وکړي".
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، "په ډاګه کوي که څوک په هره بهانه او عنوان زمونږ د حريم/ پولې تجاوز وکړي د نتيجو زمه واري به یې په خپله غاړه وي".
پاکستان د روان کال مارچ د میاشتې په 18مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
پاکستان تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.
Forum