لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستاني پوځ د دعوې برعکس افغان طالبان وايي پرونۍ نښته د ډېورنډ په سر شوې


د پاکستان پوځ  د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پوځيان پکې وژل شوي وو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، تیره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې "ډېورند کرښې" ته نزدې پوسته جوړه کړي، په دغه مهال بيا د دواړو خواو نه ډزې شوي او مرګ ژوبله پکې شوې ده.

د پاکستان پوځ د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پوځيان پکې وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو يو ویاند بلال کریمي د شورو/ چهارشنبې په ورځ [14 ستمبر] په ټویټر د دغه پېښې وضاحت کړی دی.

هغه ويلي، "د اصولو له مخې بايد د ډېورنډ کرښې ته نزدې پوستې او پوځي څوکۍ جوړې نه شي خو تيره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې کرښې ته نزدې پوسته جوړه کړي".

هغه ويلي، "بيا د طالبانو د حکومت ځینې کسان نزدې ورغلي چې د پاکستاني لوري سره په دې موضوع خبرې وکړي خو متاسفانه د پاکستانيو ځواکونو لخوا و رباندې ډزې شوې دي او په نتیجه کې یې تلفات رامنځته شوي".

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، په پرونۍ پېښه د پاکستان د پوځ او افغانستان کې د طالبانو د حکومت اختلافي بيانونه راغله خو ټي ټي پي بيا د دغه بريد زمه واري منلې نو د هغه په نظر دا اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دپاره يو چېنلج دی ځکه چې پاکستان ښکاره ویلي د افغانستان خاوره يې پرضد استعمال شوې او ټي ټي پي يې زمه واري منلې، ښايي "دا د طالبانو په حکومت فشار هم سېوا کړي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "زما په خيال د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ جنجال بيا د جوړېدو په حال کې دی چې دغه رنګه حالات جاري دي، باوجود د دې چې د پاکستان د پوځ ژبه سخته هم نه ده".

هغه وويل، "بله خبره دا ده چې پاکستان او د طالبانو حکومت ډېرې خبرې کوي خو کښېني نه چې خبره وکړي، ترمنځ يې بداعتمادي ده او دا يو بل مشکل دی".

بلال کريمي په ټويټر د تلفاتو تفصیل نه دی ويلی خو زياته کړې يې ده، "وروسته متقابلې ډزې هم شوې دي، چې ممکن هغې غاړې [پاکستاني لوري] ته هم تلفات اوښتي وي".

هغه زياته کړې "دغه موضوع د څيړنې لاندې ده مشران خبر کړی شوي دي چې په راتلونکې کې د داسې څوکيو جوړولو او پېښو کېدو مخنيوی وشي".

بل لور ته د پاکستان پوځ، د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله او د بهرنیو چارو وزير بلاول بټو زرداري د افغانستان څخه په پوله د ترهګرو بريد په کلکه غندلی او د افغانستان د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په پوله د ترهګرۍ مخنیوي وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پوله پېښه رامنځته شوې او پاکستان يې غندنه کړې او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه يې د دغه ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

د سږ دکال فرورۍ په مياشت کې هم د پاکستان پوځ د افغانستان د لوري نه په کرمه کې د ترهګر بريد دعوه کړې خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب دغه دعوه رد کړې وه.

هغه وخت ملا يعقوب ويلي وو "دغه خبره ردوي، دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي".

پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا به د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې تل داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول په افغانستان کې د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت هم تل د پاکستان تورونه رد کړي وو.

تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په پوځ د دغه بريد زمه واري په داسې حال کې منلی چې د مې د میاشتې نه ټي ټي پي ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال تر نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده.

تر دې دمه نه د پاکستان حکومت يا پوځ او نه ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو په اړه په رسمي ډول څه ويلي دي.

خو د روانې میاشتې ستمبر د دوېمې نېټې راهسې ټي ټي پي د پاکستان په پوځ، پوليسو او تیره ورځ يې په سوات کې د امن کمېټۍ په يو مشر د بريد زمه واري منلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG