لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان واکمن طالبان وايي چین وړمبی ملک دی چې د دوی سفیر یې ومنلو


د طالبانو په دې تصویر کې لیدل کېږي چې اسدالله بلال کریمي په بيجېنګ کې د چین د خارجه چارو وزارت چارواکي هونګ لي ته سفارتي اسناد ورکوي
د طالبانو په دې تصویر کې لیدل کېږي چې اسدالله بلال کریمي په بيجېنګ کې د چین د خارجه چارو وزارت چارواکي هونګ لي ته سفارتي اسناد ورکوي

د افغانستان واکمنو طالبانو د جمعې په ورځ‌ اعلان وکړو چې چین په رسمي ډول په بيجېنګ کې د طالبانو سفیر ومنلو چې د دواړو ملکونو په زیاتېدوونکو تعلقاتو کې "اهم باب" دی.

په چین د کې سفیر د ګمارېدو نه مخکې د طالبانو نایب خارجه وزیر شیر محمد عباس ستانکزۍ ویلي د هندوستان په سرښار نوي دلي او د هندو په نورو ښارونو کې د افغان کونسل خانو واک اختیار طالبانو ته ورکړی شوي او په اینده څو ورځو کې به کار شروع کړي.

چین لا د طالبانو د اعلان تصدیق نه دی کړی خو که د طالبانو د دریځ تاید وشي نو چین به وړمبی ملک وي چې د طالبانو د سفیر کوربتوب به کوي.

چین او نه هم بل ملک د طالبانو حکومت په رسمیت تسلیم کړی دی.

د طالبان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل د چین د خارجه وزارت د پروټوکول څانګې مشر هونګ لي د طالبانو د سفیر په حېث د اسدالله بلال کریمي نه سفارتي دستاوېزات واخیستل.

هونګ چین ته د کریمي تګ د بيجېنګ او کابل "مثبتو" تعلقاتو د مضبوطیا او پراخیتا دلاره "اهم ګام" وبللو.

د طالبانو ترمخه، کریمي سره د جمعې په ورځ ملاقات کې هونګ وویل چین د افغانستان د قومي خودمختارۍ او د افغان ولس د فېصلو احترام کوي او نه یې اوس او نه یې په تېر وخت کې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخلت کړی دی.

کریمي چین ته ډاډ ورکړو چې هېڅ چا ته د افغانستان د خاورې نه څه خطر نشته او د سیمې امن او ثبات د ټولو په مفاد کې دی.

په بېجینک کې سفیر د ټاکل کېدو نه مخکې کریمي په کابل کې د طالبانو په خارجه وزارت کې نایب ترجمان و.

په کال 2021 کې په افغانستان د طالبانو د بېا واکمنېدو نه پس د امریکې په شمول زیاترو مغربي ملکونو په کابل کې خپل سفارتخانې بندې کړي دي.

چین د طالبانو سره روابط ساتلي دي. ځینو چینايي کمپنو په افغانستان کې په سرمایه کارۍ کې دلچسپي هم څرګنده کړې ده او د سږ کال د اکتوبر په میاشت کې چین د طالبانو استازي د بېلټ اېنډ روډ فورم په عنوان غونډه ته بللي وو.

چین په کابل کې خپل سفیر هم ګمارلی دی، ځینو ملکونو په کابل کې پخواني سفیران په ځای ساتلي او ځینو د ناظم الامور د کچې سفارتکاران کابل ته لېږلي چې خارجه وزارت ته د سفیر په څېر دستاوېزات وړاندې کولو ته ضرورت نه لري.

قریباً 20 ملکونو چې په کې د افغانستان ګاونډې او سیمه اییز ملکونه شامل دي په کابل کې یې خپل سفارتخانې په څه نه څه شکل کې فعالا ساتلي دي.

روس، هندوستان، ترکي او د افغانستان ځینو ګاونډیو ملکونو د دوی په سرښارونو کې د افغانستان سفارتخانې طالبانوته ورکړې دي.

په هند کې د طالبانو د سفارتي هلو ځلو په اړه ستانکزي د افغانستان سرکاري مطبوعاتي ادارې ای ټي ای ته وویل په حېدراباد او ممبۍ ښارونو کې د افغانستان کونسلخانې په کابل کې د طالبانو د خارجه وزارت سره په رابطه کې دي او کونسلخانې د معمول سفارتي خدمات ترسره کوي.

د ستنکزي د خبرو نه یوه هفته وړاندې په نوي دلي کې د افغانستان د پخواني حکومت سفارتکارانو اعلان کړی و چې د کوربه حکومت د مرستې د نشت والي او د ځینو نورو عواملو له امله سفارت بندوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG