لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکرتو د طرزالعمل په جوړښت کې پرمختګ شوی


په قطر کې د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالبان مشر مرکچي ملاعبدالغني بردار سره ولیدل
په قطر کې د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د طالبان مشر مرکچي ملاعبدالغني بردار سره ولیدل

د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړي وايي چې د دواړوګروپونو ترمنځ د اجڼډ د جوړښت او داخلي اصولو په اړه بحث او موافقه شوي.

له کابل څخه قطر ته د استول شوي پلاوي غړي نادر نادري تیره شپه رسنیو ته په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، چې د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د عمومي غونډې لپاره چې سبا ته به ترسره شي چمتو کړل.

نادري ویلي ((د دواړو لورو د پلاوو د تماس ډلو پرون د شپې تر ناوخته پورې د خبرو د اجنډا، طرزالعمل او داخلي اصولو بحث وکړ.ددېطرزالعمل او کاري پلان په خاطر د دواړو خواو ترمنځ چې عمومي ناسته پیل کیږي، چې لازم اقدام مو په پام کې نیولي دي))

ددې پلاوي یو بل غړي متین بیګ بیا نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ، چې د سولې لپاره خورا هیله مند دي او په خبره یې مذاکرات ډیرښه روان دي.

د بیګ په خبره د مذاکراتو روحیه خورا هیله بښوونکې ده او دوی به د بحثونو په جریان کې پر اوربند ټینګار وکړي.

که څه هم تمه وه چې رسمي مذاکرات دواړو لورو د دوشنبې په ورځ پیل کړي وی، خو له دې خبرو وړاندې د مذاکراتو پر مهال د تګ‌لارې یا طرزالعمل جوړېدو ته لومړیتوب ورکړل شو.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکاځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تیره ورځ پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو چارواکو سره یې په لیدنه کې د افغان پخلاینې پر اوسني بهیر خبرې کړي دي.

د وي او ای اشنا څانګه په خپل رپورټ کې وايي په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دواړو لورو د تماس کاري ډلو تېره ورځ د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش باندې خبرې وکړې.

افغان شنونکي وایي چې له کله نه چې امریکا په افغانستان کې وه پاکستان د امریکا سره ښې اړیکې درلودې او د افغان سولې لپاره د سیمې هیوادونو د اجماع رامنځته کولو لپاره د پاکستان نقش هم مهم دی او د خلیل زاد سفر پدې مهم دی تر څو وکړای شي سیمهییزه اجماع رامنځته کړي پاکستان ته ډاډ ورکړي په افغانستان کې د سولې په راتګ سره دوی ته خطر نشته.

د سیاسی چارو شنونکی هدایت الله پکتین وایي((د دې په خاطر چې زلمی خلیل زاد پاکستان ځې تر څو وکړای شي هغه اجماع رامنځته کړي او دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان د تل پاتې سولېیا په افغانستان کې سوله دوی ته خطر نده، که چیرې موږه د سیمې او نړیوالو هیوادونو اجماع ونلرو د سولې په برخه کې ستونزو سره مخ کیږي، منفی سوله به تر سره شي خو مثبتې سولې ته رسیدل بیا ستونزمن دي))

دیادونې ده زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له پاکستانيو چارواکو سره تر لیدو وروسته نوېډېلي ته ولاړچې له هندي چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل غونډه د شنبې په ورځ وشوه او تمه وه چې ژر مذاکرات هم پیل شي، خو د رسمي مذاکراتو له پیل وړاندې دواړه لورو هوکړه وکړه چې په کاري اصولو سره توافق ته ورسېږي او د دې کار لپاره‌یې د تماس ۱۰ کسیزه ډله جوړه کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG