لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي څېړنه: په افغانستان کې د داعش او القاعده په شان وسله والې ډلې امریکې دپاره په محدوده کچه خطر لري


د امریکې د نېشنل کاونټر ټېررزم سېڼټر یا د ترهګرۍ ضد مرکز مشرې کرسټین ابيزېد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وویل د القاعده د افغانستان د خاورې نه په امریکې د حملې محدود صلاحیت لري چې یو سبب يې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل کېدل هم دي
د امریکې د نېشنل کاونټر ټېررزم سېڼټر یا د ترهګرۍ ضد مرکز مشرې کرسټین ابيزېد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وویل د القاعده د افغانستان د خاورې نه په امریکې د حملې محدود صلاحیت لري چې یو سبب يې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل کېدل هم دي

د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مضبوطېدو په اړه اټکلونه په حقیقت کې نه دي بدل شوي او ورستۍ اندازې ښښي د القاعدې او د داعش په شان تنظیمونو په خارجي کچه د حملو صلاحیتونه نه دي ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د وسله والو ډلو په اړه دغه نوي اندازې امریکايي چارواکو په یو تازه رپورټ‌ کې کړي دي چې حکومت اوس شایع کړی دی.

رپورټ وايي که څه هم القاعده او داعش په امریکې او د امریکې په مغربي اتحادیانو د حملو عزم لري خو لا ، لږ تر لږه په موجوده وخت کې، یې دغه ډول حملې د وس نه بهر دي.

د امریکې د نېشنل کاونټر ټېررزم سېڼټر یا د ترهګرۍ ضد مرکز مشرې کرسټین ابيزېد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس غړو ته وویل د داعش او د القاعده په شان ترهګر تنظیمونه په امریکا دننه د حملو مصمم عزم لري خو هغې زیاته کړه چې د القاعده د افغانستان د خاورې نه په امریکا د حملې محدود صلاحیت لري چې یو سبب يې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل کېدل هم دي.

مېرمن ابيزېد زیاته کړه چې په افغانستان کې د القاعده کوم عناصر چې اوس موجود دي په موجوده وخت کې په خارجي کچه په حملو توجه نه لري.

ابیزېد وویل په افغانستان کې د داعش څانګه داعش خراسان د ډلې د زیاتو فعالو څانګونو نه یوه ده خو لا دا صلاحیت نه لري چې د سیمې نه بهر حملې وکړی شي. هغې زیاته کړه چې په موجوده وخت کې زیات خطر د داسې ډول حملو دی چې د وسله والو ډلو د نظریاتو نه متاثر یو تن يې په انفرادي کچه وکړي او د یو تنظیم مشرانو یې منظوري نه وي ورکړي.

د وي او ای رپورټ وايي د ابیزېد او د نورو چارواکو خبرې د هغه خبردارو نه بدل دي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته شوي وو چې په افغانستان کې القاعده او داعش بیا مظبوطېدلی شي او که زر نه وي نو د یو کال دننه په مغربي ملکونو حملې کولی شي.

د امریکې د دفاع وزارت د ډېفېنس انټېلېجنس اېجنسي،‌‌ ډي ايي‌ای، یا د دفاع وزارت د استخباراتي معلوماتو د ادارې د اندازې ترمخه په موجوده وخت کې په افغانستان کې د القاعده تر 12 پورې بنیادي غړي موجود دي او تر دوو سوو پورې د القاعده د برصغیر څانګې وسله وال په افغانستان کې دي.

ډي ايي ګمان کوي چې د افغانستان واکمن طالبان به القاعده ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي.

کرسټین ابیزېد د کانګرس غړو ته وویل د القاعده څارنه کېږي چې ایا د اېمن الظواهري د وژل کېدو وروسته د هغه جانشین ټاکلی دی او که نا او دا چې به ایران کې مېشته د القاعده مشران لکه سېف العادل د تنظیم په مستقبل کې څه کردار ادا کولی شي.

د مغربي ملکونو استخباراتي ادارې سېف العادل د الظواهري ممکنه جانشین په څېر ويني خو د ډي ايي ای رپورټ وايي هغه د ایران نه نه دی تللی.

ډي ايي ای وايي په تېرو شپږو میاشتو کې داعش خراسان ډلې څه ډيره پرمختګ نه دی کړی، تر دوو زرو پورې وسله وال لري خو څه سیمه یې په قابو کې نشته.

د ډي ايي ای انسپېکټر جنرل رپورټ وايي په داسې حال کې چې داعش خراسان د افغانستان واکمنو طالبانو سره جنګېږي دغه ډله په افغانستان کې لوی خطر دی.

رپور‌ټ وايي داعش خراسان طالب چارواکي په ځانمرګي بمونو، کمينونو او په هدفي وژنو کې په هدف کوي او د سېپټمبر تر اخېره پورې په تېرو دریو میاشتو کې يې د افغانستان په اتوو ولایتونو کې 41 حملې کړي دي.

داعش خراسان لاس رسی پراخول غواړي خو په مجوده وخت کې تر مرکزي اېشیا محدوده ده او حملې یې په ازبکستان او پاکستان کې کړي دي.

امریکايي مامورین په دې اړه محتاط دي چې په اینده کې افغانستان نه د وسله والو خطر څه شکل اختیاروي.

د امریکې د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي مشر کرسټوفر ری د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل دا حقیقت دی چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د القاعده په شان خارجي ډلې د مظبوطېدو کوښښونه کوي خو د امریکې دا حلاصیت کم شوی چې د مېدان نه استخباراتي معلومات ترلاسه کړی شي. "دا حقیقت دی."

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG