لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې د ژمي د رخصتيو وروسته د هلکانو پوهنتونونه بيرته پېل شوي، په جينکو اوس هم بنديز دی


په افغانستان کې د جينکو پوهنتونونو بندولو ته د امریکې، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ د نړیوال سازمان او پاکستان په ګډون مخکینیو افغان ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي هم سخت غبرګون ويلي او په دې اړه یې شدیده اندېښنه څرګنده کړې وه

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ژمي د رخصتيو وروسته نن د ګل/دوشنبې په ورځ [شپږم مارچ] د هلکانو پوهنتونونه بيرته پېل شوي خو د جينکو پوهنتونونو ته په تګ اوس هم بنديز دی.

د اې اېف پي د خبر ترمخه د هلکانو د پوهنتونونو په پېلېدو د غور ولايت يوې 22 کلنې زده کوونکې راحيله ويلي، "زړه مې ماتيږي چې ګورم هلکانو پوهنتون ته ځي او مونږ په کورونو کې يو".

هغې ويلي، "دا د جينکو په وړاندې صنفي يا جنسي امتياز دی ځکه چې اسلام مونږ ته د لوړو زده کړو اجازه راکوي هيڅوک هم بايد زمونږ د زده کړو مخه ونه نيسي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تېر کال د دسمبر پر 20مه په افغانستان کې "تر امر ثاني" پورې د جينکو د پوهنتونونو د ځنډولو امر کړی وو او وروسته یې بيا سپيناوی کړی وو چې "د حجاب نه مراعاتول، د یوه ولایت څخه بل ولایت ته د زدکړو لپاره تګ چې لیلیو [هاسټلونو] کې به مېشتې وې، غیرشرعي نصاب او د داسې پوهنځيو شتون چې ښځو ته یې د لوستلو اړتیا نشته".

په افغانستان کې د جينکو پوهنتونونو بندولو ته د امریکې، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ د نړیوال سازمان او پاکستان په ګډون مخکینیو افغان ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي هم سخت غبرګون ويلي او په دې اړه یې شدیده اندېښنه څرګنده کړې وه.

د جينکو د پوهنتونونو په غبرګون کې امريکا ويلي وو د طالبانو د پرېکړې په کلکه غندنه کوي چې ښځې يې په پوهنتونونو بندې کړي، د جينکو دپاره يې د ثانوي تعليم سکولونه تړلي، په ښځو يې نور هم بنديزونه هم دوامداره ساتلي چې خپل بنيادي بشري حقونه او ازادي ولري.

امریکا ویلي وو، طالبان د هغې پورې پور په تمه نه شي چې نړۍ يې په رسميت وپېژني څو پورې چې يې په افغانستان کې د ټولو حقونو ته درناوی نه وي لرلی او دا پرېکړه به د طالبانو دپاره ډېرې سختې نتيجې ولري.

په نړيواله کچه د طالبانو نه غوښتنې شوي چې د جينکو پوهنتونونه دې پېل کړي.

د جنورۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو يو لوړ پوړي پلاوي چې د افغانستان سفر کړی وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشرانو سره يې ليدلي او ورته یې ویلي وو د ښځو او جينکو ضد هغه پاليسۍ دې ختمې کړي د کومو له امله چې هغوی د کورونو پورې محدوده پاتې کيږي او بنيادي حقونه یې چقول کيږي.

په افغانستان کې چې طالبان د کال 2021 په اګست کې په واک کې راغلي لومړی یې د شپږم ټولګي نه بره د جينکو دپاره سکولونه تړلي، بیا يې په ښځو ګڼ بنديزونه لګولي، د تير کال په وروستيو کې يې د جينکو پوهنتونونه تړلي او بیا یې ښځې په غېر دولتي ادارو کې د کار کولو څخه منع کړې وې.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه په نړيواله کچه د ټولشموله حکومت، د ښځو او جينکو په تعلیم او کار ځايونو ته په تګ د بنديز ختمولو سره د بشري حقونو په ځای کولو او د دوحې تړون په پوره ډول عملي کولو غوښتنې کیږي.

د پاکستان په شمول، تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو واک په رسميت نه دی پېژندلی.

[خبر د اې اېف پي په مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG