لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مېرمنو د خپلو حقونو او تعلیم په سر په طالبانو د نړیوال فشار غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي غونډه کې د افغانستان پخوانۍ سفارتکارې اسیله وردک وویل د ملګری ملتونو نه غواړي چې د طالبانو سره دی خبري وکړي او خپل اثر دې پي استعمال کړي
د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي غونډه کې د افغانستان پخوانۍ سفارتکارې اسیله وردک وویل د ملګری ملتونو نه غواړي چې د طالبانو سره دی خبري وکړي او خپل اثر دې پي استعمال کړي

د ملګري ملتونو د ښځو څانګې یو اېن ویمن د افغان مېرمنو او جینکو دپاره د عالمي همکارۍ د عنوان لاندي یوه غونډه کې افغان مېرمنو د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې نړیواله ټولنه دې په طالبانو فشار واچوي چې په 2019 کې مېرمنو د حقونو او تعلیم په لړ کې کړي خپل لوظونه پوره کړي.

د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي غونډه کې د افغانستان پخوانۍ سفارتکارې اسیله وردک وویل د ملګری ملتونو نه غواړي چې د طالبانو سره دی خبري وکړي او خپل اثر دې پي استعمال کړي.

مېرمن وردک وویل "که تاسو هغوې ته نمایندګي ورکول غواړئ نو شرایط پي کېدئ. دا شرایط په انساني امداد نه دي پکار چې افغانانو ته يي دا وخت ډېر ضرورت دی بلکه د طالبانو په پېژندلو پکار دي."

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

مېرمن وردک وویل " زه به د عالمي ټولنې نه دا هم غواړم چې د ښځو د تعلیم او په ازاده د ژوند دپاره چې کوم لوظونه طالبانو په ۲۰۱۹ کې په قطر کې کړي وو. هغه پورا کولو په خاطر دي پي فشار راوړي."

د اسیله وردک ترڅنګ د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګي نایب صدرې او د طالبانو سره مذاکرات کونکې ډلي غړي فوزیه کوفي او د افغانستان د پارلیمان پخوانۍ غړي ناهید فرید هم ګډون وکړو.

طالبانو د واکمنۍ نه وروسته مېرمنو دپاره په حالاتو بحث

د یو اېن وېمن سره د غوڼدې په انتظام کې د ملګرو ملتونو دپاره د برطانیه، قطر او د کېنېډا مستقل استازو او د جارج ټاون انسټیټیوټ فار ویمن، پیس اینډ سیکیورټي هم ملګري مرسته کړې وه.

په غونډه کې شرکت کوونکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې موجود وو او د وي او ای ډیوه ترڅنګ نورو خبري ادارو یې په انلاین بڼه خبرنګاري کوله.

"د افغانستان دپاره یوه نوی باب، د افغان ښځو او جینکو د ملاتړ په لړ کې عالمي همکاري یقیني کول" عنوان دلاندې د دغه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د 2021 دپاره د ښځو، امنیت، او امن په لړ کې د ملګري ملتونو یو بل بحث هم دوام لري.

ګڼ شمېر افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې مظاهرې کړي دي
ګڼ شمېر افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې مظاهرې کړي دي

د یو اېن د انتظام دلاندې غونډه کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو نه پس افغان ښځو ته د ورپېښو مشکلاتو او دې ته د عالمي ټولنې د غبرګون په اړه حقله بحث وشو.

په غونډه کې موجود په جنګونو کې د جنسي تشدد د مخنیوي دپاره د برطانیي د وزیراعظم خصوصي صلاحکار لارډ طارق احمد وویل که چېرې طالبان غواړي چې په رسمي توګه و پېژندل شي د نو عالمي قوانین او معیارونه به په پام کې نېسي او ګاونډي اسلامي ملکونه به هم په طالبانو د نظر ساتلو په لړ کې خپل کردار ادا کوي او د طالبانو د اسلام تشریح به چیلنج کوي.

فوزیه وفي: طالبان نه دي بدل شوي

د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګي نایب صدرې او د طالبانو سره مذاکرات کونکې ډلي غړي فوزیه کوفي د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل امید وو چې طالبان وس بدل شوي دي خو په حقیقت کې طالبان وس هم هاغه دي چې پخوا وو.

مېرمن کوفي خبرداری وکړو چې که چېرې نړۍ وس د انساني امداد د تقسیم په وخت د افغان ټولنې د هرې برخې د ضرورت خیال و نه ساتو نو حالات به نور هم ګډوډ شي.

هغې زیاته کړه "مونږ نن د مختلفو غړی ملکونو سره د لیدو او هغوې ته دا ویلو له راغلي یو چې په افغانستان کې د ښځو او انساني حقونو ته د خپلو ملکونو دپاره یوه قومي خطر په نظر وګوري. ځکه چې دا یوه سیاسي یا سماجي مسله نه ده بلکه د امنیت مسله د. که په افغانستان کې ټولو ته ځای ورکونکې حکومت يي، په خاصه توګه ښځو ته، نو دا به د نړۍ دپاره یوه باوري ملګرې جوړېدی شي. خو په حاظر وخت کې داسې نه دي."

په افغانستان کې د انساني حقونو د څارنې غوښتنه

د افغانستان د پارلیمان پخوانۍ غړي ناهید فرید په افغانستان کې د انسانی حقونو د څارنې په حقله وویل، په افغانستان کې دا وخت د معلوماتو یا ډېټا د راغونډولو هیڅ انتظام نشته، د شهري حقونو فعالان خپل کار نشي کولی نو ځکه دا نه معلومېږي چې په افغانستان کې څه روان دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان به د مېرمنو د حقونو احترام کوي
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان به د مېرمنو د حقونو احترام کوي

په افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د نمایندګې ورکولو په حقله ناهید فرید وویل "زه نه یم خبر چې نړۍ په تاریخ کې دا لیکل غواړي چې دوې یو داسې حکومت بلکه خلکو له ځای ورکول غواړي چې د افغان خلکو، د ښځو، دهغوې د وقار او خواهشاتو احترام نه کۍ."

ناهید فرید د ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې په افغانستان کې د انسانی حقونو د څارنې دپاره دې د خپل انتظام د لاندي ازاد او مضبوط میکانېزم یا طریقه کار برابر کړي.

د افغان مېرمنو احتجاجونه

ګڼ شمېر افغان مېرمنو په کابل او نورو ښارونو کې طالبانو د واکمنۍ نه پس مظاهرې کړي او د خپل حقونو غوښتنه یې کړې ده. د خبري رپورټونو ترمخه طالب وسله والو د ځینو مظاهرو په موقع د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

نړیوالۍ ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي داسې ښکاري چې د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو شلو کلونو پرمختګ طالبان په شا بیايي.

د یو اېن وېمن په غونډه کې د افغانستان نه د یوناما غړي، او د نورو ملګرو ملکونو نمایندګانو هم برخه واخیسته او د افغان ښځو سره يي د هغوې د حقونو په جنګ کې د ملاتړ ژمنې وکړي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس

د دې غونډه ترڅنګ چې د ۲۰۲۱ دپاره د ښځو، امنیت، او امن په لړ کې د ملګري ملتونو یوه ازاد بحث هم روان دی په هغې کې د ملګري ملتونو سېکرټري جنرل انټونیو ګوټېرېس وویل یواېن به په افغانستان کې د ښځو او جینکو د حقونو د دفاع دپاره خپل کارونه جاري ساتي.

ښاغلي ګوټېرېس وویل " مونږ به په افغانستان کې موجود یو او د طالبانو سره خپلو ټولو همکارو کې به د ښځو د حقونو د ودې او دفاع دپاره کار کوو. مونږ به تر هغه نه صبرېږو تر څو چې افغان جینکۍ خپل سکولونو ته او افغان ښځې خپل روزګارونو ته نه يي واپس شوي او ژوند يي په معمول نه يي راغلې."

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG