لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان تاجرانې: طالبانو د واکمنېدو وروسته مو کاروبارونه بند دي او د مالي زیان سره مخامخ یوو


افغان مېرمنې وايي د ډېرو کړاونو وروسته یې چې کوم کاروبارونه او روزګارونه جوړ کړي وو طالبانو د واکمنېدو نه پس تړل شوي دي او دوی د مالي زیان سره مخامخ دي.

وږمه ایوبي‌ په افغانستان کې د "لمن" نومې د جامو برانډ لري. هغه وايي د ترو څلورو میاشتو نه هم ډیره موده وشوه چې طالبانو یې شرکت تړلی دی.

مېرمن ایوبي وايي په کال کې ۲۰ ښځینه او نور نارینه کارکوونکي لرل او په ولایتونو کې یې د سلو نه زیاتې کارکوونکي لرلې چې په جامو به یې لاسي کار لکه خامک او د چرمه دوزي کارونه کول.

وږمه ایوبي
وږمه ایوبي

هغه وایي د طالبانو د راتلو سره د لمن شرکت او کار تړلی او دغه کارکوونکي مېرمنې "هم له بده مرغه په خپلو کورونو کې دي او د کاره محرومه شوي."

مېرمن ایوبي زیاته کړه د لمن سره کارکوونکي " زیاتره هغه مېرمني دي چې د خپل کور یوازینی روزي ګټوونکې وې او دا مهال د سخت مالي ستونزو سره مخ دي‌ چې حتا د خپلو ماشومانو یو وخت خوراک پیدا کولو ته محتاجه دي."

د افغانستان د ښځو د تجارت او صنایع خونې مشره منیژه وافق وايي د هېواد اقتصادي حالت او طالبانو له لورې لګیدلي ځینو بندیزونو له کبله د ښځو کاروبارونه د سخت مالي زیانونو سره مخ شوي.

مېرمن وافق وايي: "د اګسټ پینځلمې او د ځینو بدلونونو وروسته په هېواد کې ټول پرمختګونه او فعالیتونه د ننګونو سره مخ شول، نو افغانې سوداګرې هم د دغو ننګونو ښکار شوي. په دې ننګونو کې په عمومي ډول د هېواد کړکېچن اقتصادي وضعیت او نور لکه پرته له محرمه د ښځو په ګرځېدو بندیزونه، د ځینو مارکیټونو د بندیدو، نندارتونونو جوړولو اجازه نه لرل او د تجارتي سفرونو لپاره له هېواده ښځو ته د بهر وتلو ستونزي دي. افغانې ښځې دا مهال په ګڼ شمېر تجارتي کانفرنسونو کې هم د ګډون څخه بې برخه پاته شوي چې تر ټولو لوی تجارتي کانفرنس یې دا مهال په دوبی کې دوام لري".

منیژه وافق
منیژه وافق

افغانستان د تجارت او صنایعو خونې د اقتصاد لپاره د ښځینه پانګه اچوونکیو د هڅونې د اهمیت او مهمه رول لوبولو په خاطر کال ۲۰۱۴ کې د افغان ښځو لپاره د افغانستان د ښځو د تجارت او صنایعو خونه په نامه یوه مستقله اداره رامنځته کړه. د دغې ادارې مشره منیژه وافق زیاتوي چې په تیرو کلونو کې افغانو ښځو په بیلا بیلو برخو کې ډیر پرمختګ کړی و.

"تجارت پیشه مېرمنو هغو برخو کې ډیر پرمختګونه کړي وو چې پخوا افغانو ښځو په کې هیڅ ګډون نه کوو او ډیری نارینه به په دغو څانګو کې کار کوو لکه د ټکنالوژۍ د خدماتو په برخه کې، خصوصي یا شخصي ښوونځي، شخصي کلینیکونه او همداراز په صداراتو او وارداتو او د خوراکي توکو د بسته بندي چې په کې وچه میوه، زعفران او نور صادراتي توکې شامل وو. دا ټول کارونه ډير په بریالیتوب سره مخ ته تلل خو له بده مرغه په افغانستان کې د رژیم بدلیدو وروسته دا هر څه زیانمنه شوي. "

د ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې د طالبانو د کلتور او فرهنګ ویاند ‌ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړې وه چې ګواکي د مېرمنو کاروبارونه بند شوي.

خو وږمه ایوبي وايي طالبان یوازې د ډیپلوماسي او نړیوال د دوي د رژیم په رسمیت پیژندلو لپاره داسې بیانونه ورکوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مېرمن ایوبي وايي: "له بده مرغه طالبان دروغ وايي، دوي‌ یوازې ډیپلوماسي زده کړې ځکه چې زما د کاروبار بندیده یو لوی مثال دی چې دوي ریښتیا نه وايي. طالبان چارواکي په خپله راغلي‌ وو چې ښځې او نارینه دلته یوځای کار نشي کولی او دا چې نارینه باید د ښځو لپاره جامي و نه ګنډي‌. زمونږ کارکوونکي څو وارې حلته امنیتي حوزو ته تللي، دوي یې بندیان کړي، زمونږ د کورنۍ غړي‌ یې هم په یوې او بلې بهانې بندیان کړي وو خو تر اوسه یې زمونږ شرکت باندې مورولاک لګولی."

مېرمن وافق د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان ښځو د تجارت او صنایع خونې ته ډیره پاملرنه وکړي.

"نړیواله ټولنه باید د افغانو ښځو اقتصادي فعالیتونو ته ډیره پاملرنه وکړي ځکه چې اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی او ټول د لوی اقتصادي بحران سره مخ دي. پکار دی چې د افغانو ښځو تجارتونو ملاتړ او مرسته وشي ترڅو دوي فعاله پاته شي او د دوي کار دوام ومومي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه وروستي راپورونه د اندېښنې وړ دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې چې د جنوري په میاشت کې خپور کړی طالبانو ښځو ته سپارښتنه کړې چې باید داسې مرکزونو ته له نارینه محرم پرته لاړې نه ‌شي.

د طالبانو په موقتي کابینه کې ښځۍ ځای نه لري. په کا بینه کې د مېرمنو په نېشت والي نړیوالې ټولنې تشویش څرګند کړی دی او طالبانو نه د واکمنېدو نه وروسته مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع لپاره په کابل کې یو شمېر مظارهرې هم کړي دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG