لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: طالبان دې اوربند ومني او له افغان حکومت سره دې مخامخ مذاکرات وکړي


د افغانستان حکومت وايي د جګړې دوام مناسبه لارنه ده او د طالبانو لخوا دجګړې دوام به دتیرو ۱۸ کلونو په څیر له مرګونو او ویجاړیو بغیر بل څه میراث پرې نږدې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د شنبې په ورځ خبري کانفرانس ته ویلي ترهغې چې دجګړې د پای لپاره په افغانستان کې اوربند اعلان نه شي د سولې موافقه به پایلې ونه لري.

نوموړی وايي دسولې د موافقې له مخې د اوربند رامنځته کیدل د افغان ولس او حکومت غوښتنه ده او د تاوتریخوالي کمیدو سره به دسولې موافقه بریالي نه وي.

صدیقي وویل:((که چیرې د طالبانو ډله دافغانستان د خلکو غوښتنو سره چې هغه اوربند رامنځته کیدل دي موافقه ونه کړي په ډیر تاسف سره ویلی شم چې زمونږګډې هڅې اوکوششونه چې دافغانستان دسولې او دجګړې دپای لپاره کیږي یوه مثبته پایله به ترې لاسه نه شي.))

د ولسمشراشرف غني ویاند وايي داوربند موضوع دافغان حکومت اوامریکا متحدو ایالتونولخوا په څرګنده توګه دطالبانو دقطر له پلاوی سره شریکه شوې او د طالبانو استازو په پاکستان کې له خپلو مشرانو شریکه کړې وه.

نوموړی وايي دامهال دطالبانو لخوا د تاوتریخوالي دکیمدو اویا داوربند وړاندیز دافغان سولې لپاره دامریکا له ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد ته سپارلې خو اوس هم په دې موضوع خبرې رواني دي.

صدیقي وویل:((تردې مهاله چې زه له تاسو سره خبرې کوم تراوسه په دې مسله کې کوم دپام و پرمختګ نه دی شوی او هغه طرحه چې طالبانو له پاکستان څخه قطر ته وړې او له خلیلزاد سره یې شریکوي زمونږ خلک باید د اوربند شاهد وي او ډزبندي د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه ده اومونږ امید لرو چې طالبان دا ځل اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ دسولې مذاکراتو ته حاضرشي)).

صدیقي وايي دافغانستان ترشاه نړیواله ټولنه ولاړه ده دبیان ازادی،ډیموکراسۍ او دپرمختګ بیلابیلو برخو کې دهمدې ټولنې دایمي ملاتړ شتون لري.

دا په داسې حال ده چې د جمعې په ورځ دوبی کې امریکا، ناټو جرمني او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو ځانګړو استازو د همغږۍ په ګډه غونډه کې دافغانستان سولې په اړه بحث او خبرې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG