لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: افغانستان کې وروستی امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی


د نوموړي په خبره د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د هیواد وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ ګډ چڼیز عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې وسلوال طالبان په شا تمبول شوي دي او هغوی ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره هم کوي
د نوموړي په خبره د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د هیواد وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ ګډ چڼیز عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې وسلوال طالبان په شا تمبول شوي دي او هغوی ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره هم کوي

د افغانستان په لغمان ولایت کې د ولایت مرکز مهترلام په خوا او شاه سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې وروسته مسولین خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي او خلک په ورځني توګه مکتبونو او د ژوند نورې چارې پرمخ وړي.

د اختر په موقع د درې ورځو د ډز بندۍ وروسته افغان چارواکي وایي د افغانستان په یو سل و څلورو ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې قریب درې نیم زره حملې کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې پوځ او پولیسو د ګل، دوشنبې، او اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوولسو ولایتونو کې له طالبانو سره جګړه کړې او په یوه شپه و ورځ کې یې د هغو ۱۶۲ تنه وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د نهي/سي شنبي په ورځ وي او اې ته وویل چې په غزني، کندهار، بغلان، او هلمند ولایتونو کې په دې وروستیو ورځو کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او حالات په ښه کېدو دي.

ددې ترڅنګ دفاع وزارت وایي کمانډو ځواکونو په بغلان کې د طالبانو له يوه زندانه د ۳۶ پوځيانو په ګډون ۶۲ تنه ازاد کړي.

له طالب زندانونو د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د خوشي کولو لپاره دا عملیات په داسې مهال دي چې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو مختلفو ولایتونو کې بریدونه ډېر کړي دي.

په لغمان کې د ورستي صورتحال په اړه د لغمان ولایت د 201 سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحب زاده وایي چې څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د لغمان ولایت په یو شمیر سیمو بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو د سخت غبرګون سره مخامخ شول.

د نوموړي په خبره د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د هیواد وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ ګډ چڼیز عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې وسلوال طالبان په شا تمبول شوي دي او هغوی ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره هم کوي.

نوموړی وایي اوس مهال په دولت شاه او د عليشنګ ولسوالیو پر لور چڼیز عملیات روان دي.

ښاغلی صاحب زاده زیاتو اوس په لغمان ولایت کې وضعیت ارام دی او ټول خلک خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.

ښاغلی صاحب زاده زیاتوي" اوس مهال د لغمان ولایت مرکز کې وضعیت نورمال دی ټول خلک خپلې روزمره چارې په ښه توګه تر سره کوي، ټول اداري واحدونو فعال دي هیڅ ډول ستونزه نشته، علینګار ولسوالۍ پورې امنیتي وضعیت نورمال شوی دی د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو په لور امنیتي ځواکونه خپل جګړه ییزو او چڼیزو عملیاتو ته دوام ورکوي، عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي، یاد عملیات به په دوامداره توګه تره وخته روان وي تر څو دوښمن وځپل شي"

افغان سیاسي څیړونکي په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د جګړې د ډیروالي علتونه د امریکا لخوا د دوحې د هوکړې نقض، د سولې خبرو په ټپه ولاړ حالت، په افغان حکومت باندې فشار اچول او د سولې په خبرو د بریالیتوب پر وخت د ډیر امتیاز تر لاسه کول بولي.

سیاسي څیړونکی نصرت الله حقپال وایي، طالبان غواړي ځینې سیمې پدې نوم لاندې کړی چې افغان حکومت باندې فشار واچوي د ده په خبره چې طالبان فکر کوي که چیرته د سولې خبرې بیرته پیلیږي نو دوی به د یو اوچت موقف او دریځ څخه برخمن وي او نړیوالو ته به دا وښیي چې دوی برلاسي دي.

ښاغلی حقپال زیاتوي طالبان غواړي "د حکومت د ضعف او بیچاره ګي وښیي چې که د امریکا او بهرنۍ مرسته نه وي موږ کولی شو چې افغانستان په زور هم ونیسو "

په افغانستان کې د ناامنیو پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سېپټمبر تر ۱۱مې دوام ولري.

دفاع وزارت وایي چې طالبان په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي مسوول دي. ددوي په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او جګړو ته یې زور ورکړی، نو ځکه دغه ډلې ته په کار ده چې خپل نا اعلان شوي پسرلني عملیات ودروي او د سولې خبرې چټکې کړي.

بلخوا طالبانو د استنبول په غوڼده کې د ګډون دپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي، چې ناسته دې درې ورځې وي، د غونډې په اېنجنډه دې په اهم موضوعاتو د فېصلو ټکی نه وي او د طالبانو د ټیټې کچې پلاوی پکې شرکت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG